اشرف غني غل نه دی!

خط اول:
له تېرو دوو اوونیو راهیسې په رسنیو کې هغه راپورونه ډېر خپرېږي، چې د مالیې وزارت «د افغانستان بانک» څخه ۸۰۰میلیونه افغانۍ په پور اخیستي دي او په خپلو عوایدو کې یې حساب کړي دي. د مالیې وزارت تېره اوونۍ ادعا وکړه، چې سږکال یې ۲۰۹میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي، چې د تېر کال په پرتله څو برابره زیات دي.
د مالیې وزارت د تېر مالي کال په حساب کې د افغانستان بانک ۸۰۰میلیونه افغانۍ پور پیسې هم په خپل حساب کې شمېرلي او له سلګونو شرکتونو څځه یې هم د څو کلونو مالیه اخیستې ده، چې راتلونکو څو کلونو کې به دغه شرکتونه مالیه نه ورکوي؛ ځکه له دغو شرکتونو د څو کلونو مالیه سر له اوسه اخیستل شوې ده.
افغانستان نه د نړۍ اقتصادي هېواد دی او نه داسې زېرمې لري، چې خپل عواید پرې لوړ کړي، بلکې ټول عواید یې مالیه، ګمرکونه او بهرنۍ مرستې دي؛ خو په دې پیسو کې هم میلیاردونه افغانۍ ورکېږي او څوک یې پوښتنه نه کوي. له تېرو پنځو کلونو راهیسې افغان حکومت له مخابراتي شبکو مالیه اخلي او په یوه کال کې ۱۶میلیارده افغانۍ راټولې شوې وې، چې یوازې ۲میلیارده افغانۍ د حکومت خزانې ته تللې وې او نورې پیسې د مالیې د پخواني وزیر اکلیل حکیمي له لوري چور شوې. داسې هېواد او حکومت چې ټوله اتکا یې پر بهرنیو خیراتونو وي، د دوی ډېرو پیسو ورکېدل پکې په رښتیا د حیرانۍ خبره ده. تراوسه د مالیې وزارت په دې اړه چوپه خوله دی، چې تراوسه له مخابراتي شبکو څومره عواید راټول شوي او څه شوي دي.؟
افغان حکومت هر کال د اداري فساد په برخه کې د نړۍ لومړی، دویم او درېیم ځای خپلوي. په حکومتي ادارو کې یو لاسلیک بې‌پیسو نه کېږي، د لوړو څوکیو قیمتونه معلوم دي او د اشرف غني او عبدالله عبدالله په مشرۍ حکومت تر ستوني په فساد کې غرق دی. دلته د اداري فساد پر ضد وزارتونه، ریاستونه او ادارې جوړې شوې؛ خو د اداري فساد ضد خلک په خپله په فساد کې ډوبېږي او د روڼتیا یې هېڅ څرک نه لگېږي.
د اشرف غني پلویانو ته تراوسه دی «سپین‌باز» ښکاري او د ده په ټولو خیانتونو د پردې اچوولو هڅه کوي. د ده د فساد یوه قضیه روانه وي، چې د بل د فساد خبره یې بیا رسنیزه شي. داسې ښکاري چې اشرف غني د واک او په افغانستان کې یې شپې پای ته رسېدلي او غواړي هغه خزانې هم لوټ کړي، چې تراوسه یې ورته لاسونه رسېدلي نه وو.
له بده‌مرغه دلته داسې مرجع نه شته، چې خلک خپل غږ ورورسوي. د حکومت عدلي ـ قضايي بنسټونه خپله په اداري فساد کې ډوب دي، نو له دغو بنسټونو به څوک څه تمه ولري، چې په اداري فساد کې ښکېل کسان دې د محاکمې مېز ته راکش کړي او د افغان ملت د یوې ــ یوې روپۍ حساب دې ورسره وکړي.
که اشرف غني په خپله غل نه وي، نو ملت ته دې سپیناوی ورکړي او هغه کسان دې محاکمه کړي، چې د نړیوالې ټولنې خیراتي او پور پیسې هم خپلو کورنیو ته لېږي او دلته نیمايي ملت په مړه خېټه ډوډۍ نه‌شي پیداکولای. د مالیې وزیر محمد همایون قیومي د اشرف غني نږدې ملگری او د ده په امر وزیر شوی دی؛ گنې له کاسې لاندې نیم کاسه ده او د گډ حکومت ټول چارواکي غله دي.
که دغه موضوع سیاسیون، مدني فعالان او رسنۍ همداسې غلې پرېږدي، نو حکومت به نور هم زړه‌ور شي او خپلو خیانتونو به دوام ورکړي. ټولو ته پکارده، چې له حکومت د یوې ـ یوې روپۍ حساب وغواړي او خپل غږ دې پورته کړي، لاریونونه، د اعتراض خیمې او له هر ډول مدني حرکت دې لاس نه اخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: