اشرف غني، امرالله صالح او عطانور د ملي امنیت د تیرې شپې پر عملیاتو توند غبرګونونه ښوودلي

عزم(دوشنبه،۱۶ مرغومی ،۱۳۹۸):ولسمشر غني، د هغه د ټاکنیز ټکټ لومړي مرستیال امرالله صالح او د دولت جوړونکي ټیم غړي استاد عطامحمد نور د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا د کابل په خیرخانه سیمه کې د تیرې شپې پر عملیاتو توند غبرګونونه ښوودلي او دا برید یې د غندنې ترڅنګ پیچلې دسیسه بللې ده.

د دغه برید پرمهال  د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو یو پخوانی جهادي قومندان او د دولت جوړونکي ټیم غړی آمر ستار د هغه یو زوی او درې کسه نور وژلي وو.

کابل خیرخانې سیمه کې ځانګړو ځواکونو د جمیعت قومندان او ځامن یې وژلي
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رئیس اشرف غني نن مازدیګر د مرحوم امر عبدالستار د کورنۍ له یو شمېر غړو او دکوهدامن او پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو مشرانو او متنفذینو سره د کتنې پر مهال خپله خواخوږي څرګنده کړه او اړوندو ارګانونو ته یې لارښوونه وکړه چې د یادې قضیې د جدي ارزونې په خاطر دې پلاوی وټاکي او پایلې دې ژر تر ژره جمهوري ریاست ته وړاندې کړي، ترڅو د هغو په رڼا کې لازم اقدامات او تصامیم ونیول شي.

د دولت جوړونکي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح دا یو پیچیده، ویرونکې او مرموزه پیښه بللې او د غندنې تر څنګ یې د هغې د هر اړخیزې څیړنې غوښتنه کړې ده.
صالح پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي د “غولوونکو معلوماتو په بنسټ دغه برید د ملي امنیت د یوې برخې لخوا ترسره شوی او دی به د دې برید د څیړنې لپاره له هیڅ سیاسي او مسلکي تلاش څخه مخ وانه اړوي.”

بل لور ته د دولت جوړونکي ټیم یوه غړي او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور هم دا پیښه غندلې او له اشرف غني یې غوښتي چې شخصا دې د دې قضیه په څیړلو کې مداخله وکړي.
آمرستار چې د غوربند درې له مشهورو قوماندانانو شمیرل کیده، په ګڼو جنایي پیښو کې ښکیل وو او ویل کیږي چې د دولت جوړونکي ټیم د کامیابي په صورت کې نوموړی د امرالله صالح له خوا د کاپیسا ولایت د والي په توګه ټاکل شوی وو.
د نوموړي د کورنۍ غړي وایي چې امنیتي ځواکونو ددوی پر کور د برید پر مهال سخت وحشت کړی دی او د کورنۍ دوه غړي یې له ځان سره بېولي هم دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close