ویډیو: د ځمکې او هوا موټر

یوه امریکايي شرکت داسې موټر جوړ کړی چې پر ځمکه د چلېدو ترڅنګ په هوا کې هم پرواز کولای شي. دا Fly And Drive Car موټر د تیرې میاشتې په لومړیو کې نندارې ته وړاندې شو.

د Pal-V په نوم  دې ګاډي کې دوه کسان کېناستلای شي، او ۱۲ زره پنځه سوه فټه لوړ پرواز کولای شي. په هوا کې په یوه ساعت کې ۲۰۰ میله او پر ځمکه په همدومره موده کې ۱۰۰ میله واټن پرې کولای شي.

په پال-وي ګاډي کې د عامو موټرونو تېل کارول کیږي. دا درې ټایره درلودونکی موټر یوازې په لسو دقیقو کې له یوه ګاډي په کوچنۍ چورلکه بدلېدای شي.

بیه یې پنځه لکه ۹۹ زره ډالره ده، او کېدای شي په راتلونکي ۲۰۲۱ز کال کې بازار ته وړاندې شي.

Daily Mail

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close