رحمت‌الله نبیل: تر پسرلي به د هوایي دفاع سیستم د طالبانو لاس ته ورشي

 

عزم(شنبه، ۱۴ مرغومی ۱۳۹۸): ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند او د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل ویره څرګنده کړې چې که تر راتلونکي پسرلي افغان سیاستوال یوې اجماع ته و نه رسیږي د هوایي دفاع سیستم به د طالبانو لاس ته ورشي.

هغه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې که د روان کال تر پایه د سولې خبرې نهایي نه شي او افغان سیاستوال د سولې په اړه یوې اجماع ته ونه رسیږي د هوایي دفاع سیستم به د طالبانو لاس ته ورشي.

نبیل داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې پر باګرام د طالبانو له برید وروسته دریدلې خبرې شاید بیرته ډیر زر پیل شي او طمع کیږي چې دواړه لوري یوې موافقې ته سره ورسیږي.

داسې ویل کیږي چې ډیر زر به خلیلزاد د یوه لوړپوړي هیئت په ملتیا قطر ته ورسیږي او له طالبانو سره د موافقې لاسلیکولو ورځ او ځای به اعلان کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close