د نړۍ تر ټولو ستر ګل وپېژنئ

ساینسپوهانو د اندونیزیا په یوه ځنګل کې د نړۍ تر ټولو ستر ګل موندلی دی.

د Rafflesia tuan-mudae په نوم دا ګل د اندونیزیا د لویدیځې سومترا جزیرې په یوه ځنګل کې کشف شوی دی. دا ګل ۴ فټه قطر لري.

سومترا کې د ځنګلونو ساتنې یو چارواکی وايي، دا تراوسه په کشف شویو ګلونو کې تر ټولو ستر Rafflesia tuan-mudae ګل دی.

څو کاله وړاندې په همدې ځنګله کې ۱۰۷ سینټي میټره همداسې ګل موندل شوی و، خو دا اوسنی یې ۱۱۱ سانټي میټره دی.

د رافلسیا په نوم دا ګل بېخ او پاڼې نه لري – طفیلي دی. خپله غذا له هماغه بوټي ترلاسه کوي پر کوم چې دا پروت وي. کله چې غټ شي، د همدې بوټي په وسیله غوړیږي. خو عمر یې زیات کم دی – یوازې یوه اوونۍ غوړېدلی وي او وروسته مړ کیږي.

تر غوړېدو وروسته داسې بوی کوي لکه غوښه چې خرابه شوې وي – له همدې امله د ”مړي ګل“ هم ورته ویل کیږي.

دې ته رافلسیا ځکه ویل کیږي چې د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې برېتانوي استعمارګر سر سټمفورډ رافلس په اندونیزیا کې لیدلی و. دا ګل په یو شمېر سوېل ختیځو اسیايي هېوادونو کې راشین کیږي.

 PHYS – CNN

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: