سلیماني او افغانستان

خط اول

د جنوري د درېمې په لومړیو ساعتونو کې امریکايي الوتکو د عراق د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه پر هغه کاروان باندې برید وکړ چې د ایران یو ځواکمن پوځي مشر پکې روان و. په برید کې پخپله نوموړی جنرال، د نیمه-پوځي عراقي ملېشو له مرستیال او څو نورو کسانو سره ووژل شو.

په ۱۹۵۷ز کال کې زېږېدلی جنرال قاسم سلیماني د ایران یوه وتلې، نوموتې او بریالۍ څېره وه. نوموړی په ۱۹۷۹ز کال کې، د ایران د انقلاب تر بریا وروسته، په سپاه پاسداران ځواکونو کې شامل شو. په ۱۹۸۰یمو کلونو کې یې له عراق سره جګړه کې برخه واخیسته. او په ۱۹۹۸یم کال کې د ایران د سپاه پاسداران د القدس ځواکونو مشر شو، چې تر مرګه په همدې دنده و.

سلیماني، او تر لاس لاندې القدس ځواکونه یې، له ایرانه بهر د عملیاتو مسؤل و، چې نوموړی تر زیاته حده پکې بریالی و.

د ”مرموز او نړیوال جنرال“ په نوم مشهور سلیماني، په منځني ختیځ کې د خپل هېواد نفوذ ته ډېره وده ورکړه. په عراق، سوریه، لبنان، افغانستان، فلسطین، یمن او نورو هېوادونو کې یې د ایران نیابتي ملېشې رامنځته کړې او د خپل هېواد د ګټو ساتلو په موخه یې اعظمي استفاده ترې وکړه.

د امریکا د استخباراتي ادارې پخوانی مشر، ډیویډ پټرایس، وايي چې یو وخت سلماني ورته وویل، ”جنرال پټرایسه، ته باید پوه شې چې زه د عراق، لبنان، غزې او افغانستان په اړه د ایران د پالیسۍ کنټرول په لاس کې لرم.“

سلیماني په خپله خبره کې رښتینی و ځکه نوموړی په خپلو چارو کې خپلواک او د خامنه يي له خاص شفقته برخمن و.

جنرال سلیماني پر عراق د امریکا د یرغل پر مهال، له شیعه امریکا-ضد ملېشو سره پوځي او مالي مرستې کولې. امریکا باور لري چې د ایران جوړو شویو بمونو، چې سلیماني به عراقیانو ته رسول، سلګونه امریکايي عسکر وژلي او ټپیان کړي دي. په سوریه کې یې د بشار الاسد د نظام ملا وروتړله او خپلې نیابتې ملېشې یې د هغه د ځواکونو ملاتړ ته ورولېږلې. د فاطمیون په نوم له شیعه افغانانو جوړې ملېشې یې هم د بشار د نظام د دفاع لپاره کارولې. په عراق او سوریه دواړو کې یې د داعش پر ضد عملیاتو کې له خپلو ملېشو په استفادې سره د دې هېوادونو د رژیمونو ملاتړ وکړ. په یمن کې یې د شیعه ملېشو ملاتړ کاوه، تر دې چې په ۲۰۱۵ز کال کې یې تر لاس لاندې حوثي ملېشو پلازمېنه صنعا ونیوله او دمګړی لا هم جګړه پکې روانه ده.

ښاغلي سلیماني افغانستان ته هم د مداخلې لاس راغځولی و.

د ۱۹۹۰یمو کلونو په وروستیو کې کله چې طالبان راپورته شوي وو، ایران د طالبانو پر ضد له جنګېدونکو قومندانانو سره پوځي مرستې کولې. د طالبانو لخوا د کابل تر نیول کېدو وړاندې به باګرام هوايي ډګر ته ایرانیو الوتکو پوځي مرستې راوړې، او د کابل تر سقوط وروسته به یې د تاجکستان کولاب ته — حتی د طالبانو د جنګیالیو د موټرونو د پنکچرولو لپاره یې د هغوی مخالفو وسله والو ته درې څوکې درلودونکي مېخونه هم ورکول. دارنګه هغه مهال د طالبانو د نظام ګڼ شمېر مخالفینو ته په ایران کې د اوسېدو زمینه مساعده وه.

جنرال سلیماني، په هېواد دننه او له هېواده بهر شیعه ګانو ته زیات محبوب و. نوموړی د ایران د مذهبي مشر، آیت الله علي خامنه يي، تر ټولو نږدې او معتمد پوځي کس بلل کېده.

په دې کې شک نشته چې د سلیماني په له لاسه ورکولو سره د ایران رژیم یوه سخته ضربه خوړلې – له همدې امله یې پرلپسې د غچ اخیستلو ګواښونه کوي.. که څه هم کېدای شي ژر یا مستقیماً نه وي.  د ایران لخوا د غچ نه اخیستل کېدو احتمال کمزوری ښکاري. ایران د عراق، سوریې او نورو هېوادونو په ګډون په افغانستان کې هم د امریکا پر منافعو او پوځي مرکزونو باندې په اسانۍ سره پخپله او یا د نیابتي ملېشو په استعمال سره بریدونه کولای شي.

د امریکا لخوا د سلیماني وژل کېدل په سیمه کې پر بل شوي اور باندې د تېلو شیندلو معنا لري. د دې جنرال مرګ به د سیمې ترڅنګ د افغانستان په اړه هم د ایران په تګلار کې زیات بدلون راولي. دارنګه، که امریکا له ایران سره د ګوتې-پر-ماشې حال ته ولاړه، دا به د سولې د روانو مذاکراتو پر پروسې او له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر تړون او مهالوېش هم منفي اغېز ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close