ایران: آیت‌الله خامنایي د خپل وژل شوي پوځي مشر ځای ناستی وټاکه

عزم(جمعه،۱۳مرغومی ،۱۳۹۸): ایرانۍ رسنۍ خبر ورکوي چې د دغه هیواد لوی روحاني مشر آیت‌الله علي خامنايي دسپاه پاسدارن قدس ځواکونو د وژل مشر قاسم سلیماني ځاي ناستی وټاکه.

په هغه اعلامیه کې چې د خامنایي له دفتر څخه خپره شوې راغلي، د سلیماني پرځای به تر دې وروسته د هغه نږدې همکار “اسماعیل قاآني”د قدس د ځواکونو مشري په غاړه لري او کټ مټ هغه پلانونه او پالیسي به مخته وړي، کوم چې سردار قاسم سلیماني پلې کوله.
تسنیم خبري اژانس ویلي، نوي ټاکل شوي قوماندان د سلیماني په ژوند کې د هغه د سرپرست دنده درلوده او د سلیماني له نږدې کسانو بلل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا دفاع وزارت د سلیماني د وژنې مسؤلیت منلی او ایران بیا ګواښ کړی چې د خپل دغه پوځي مشر بدل به واخلي.

روسیې، سوریې، قطر، چین، عراق او ځینو نورو هیوادونو د دغه ایراني مشر وژنه غندلې خو د سعودي او اماراتو په ګډون ځینو ایراني ضد هیوادونو بیا په دې هکله پټه خوله غوره کړې ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close