د تاکنیزوشکایاتو کمیسیون: د ۳۰۰ زروجنجالي رایو په ګډون به ټول شکایات وڅیړو

عزم(پنجشنبه،۱۲مرغومی ،۱۳۹۸):د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي د ټولو ثبت شویو شکایتونو ترڅنګ به د هغو ۳۰۰ زره جنجالي رایو په تړاو هم پریکړه کوي، چې له اشرف غني پرته ټولو نوماندانو یې د ابطال غوښتنه کړې وه.
که څه هم پخوا دغه کمیسیون ویلي وو چې دغه شمیر رایي به ونه شمیري خو اوس ټینګار کوي چې په تړاو به یې جدي څیړنه وکړي.

ازادۍ راډیو د دغه کمیسیون په حواله یو سند خپور کړی چې په کې ښوودل شوي؛ د ۱۶۵۰۰ ثبت شویو انتخاباتي شکایتونو له ډلې، ۱۲۱۹۶ معتبر ګڼل شوي دي.
دا سند ښيي چې د عبدالله عبدالله انتخاباتي ډلې ۴۳۵۱ شکایتونه، د محمد اشرف غني انتخاباتي ډلې ۲۸۶۰ شکایتونه، د ګلبدین حکمتیار انتخاباتي ډلې ۲۴۵۸ شکایتونه او د رحمت‌الله نبیل ټاکنیزې ډلې یوازې ۱ شکایت معتبر شمېرل شوي دي.
د دغه کمیسیون چارواکو ویلي چې د ټولو شکایتونو له ارزونو وروسته کیدای شي د نوماندانو رایې زیاتې یا کمې شي.

د یادونې وړ ده چې د اشرف غني ډلې وار له مخه ځان د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړی، خو مخالفین یې په پراخه درغلی تورنوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close