سامسنګ ”مصنوعي انسان“ نندارې ته وړاندې کوي

عزم (چهار شنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۸): سامسنګ غواړي د مصنوعي ځیرکتیا داسې سیسټم نندارې ته وړاندې کړي چې، د شرکت په خبره، د انسان غوره ملګری یا ځایناستی بلل کېدای شي.

د ډېلي مېل ورځپاڼې د خبر له مخې، د مصنوعي ځیرکتیا دې سیسټم ته د نیون (Neon) نوم ورکړل شوی او د CES 2020 ننداره کې به کتلو ته وړاندې شي.

که څه هم د نیون په اړه جزیات ډېر لږ دي، خو تولیدوونکی شرکت یې ادعا کوي چې دا په مصنوعي ځيرکتیا سمبال سیسټم کولای شي په یوه ډول د انسان ځایناستی شي.

سامسنګ دا سیسټم ”مصنوعي انسان“ یا ”د مصنوعي ځیرکتیا درلودونکی موجود“ بللی دی.

ګومان کیږي چې د نیون په څېر د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونه جوړول د سامسنګ د هغو هڅو برخه ده چې غواړي داسې ټکنالوجي او پلټفارمونه جوړ کړي چې د انسان په څېر د خبرو کولو، تشخیص او فکر کولو توان ولري.

د نیون د پوره پېژندلو لپاره به د CES 2020 تر نندارې انتظار وکړو. دا ننداره د روانې جنورۍ میاشتې په ۷مه پیلیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close