په ۲۰۱۹ کال کې د هیوادوالو د املاکو تخریب ته لنډه کتنه

د اشغال له پیل څخه تر نن ورځي پوري افغان ملت د امریکایي اشغالګرو او کابل حکومت له لوري په بېلابیلو ډولونو ځپل شوی او ربړول شوی دی. د عامه وژنو، ترور، زنداني کولو او شکنجو تر څنګ د بې ګناه افغانانو شخصي شتمنۍ، دیني مدارس او مساجد، تعلیمي مکاتب، صحي مراکز او نور عامه تأسیسات هم په ناوړه توګه ځپل شوي او په قصدي توګه زیانمن شوي دي. د نورو کلونو په څیر ۲۰۱۹ کال هم زموږ د هیوادوالو لپاره د غم او ناورین او له وحشت او بربریت څخه ډک کال و. دا چې څومره معصوم نفوس تېر کال د دوی له لاسه تر تیغ تېر شوي دي، تفصیلي راپور ته اړتیا لري، دلته موږ په مختصر ډول د هیوادوالو د هغو املاکو زیان او تخریب ته اشاره کوو، کوم چې د تېر کال په اوږدو کې د اشغالګرو او کابل ادارې له لوري په بېلابېلو چاپو او بمبارونو کې په نښه شوي او په ارادي توګه په بمونو الوزول شوي دي.
• په ۲۰۱۹ کال کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې له مقدساتو څخه تقریبا (۱۰۲) مساجد په بمونو انفجار شوي او یا هم په بمبارد کې هدف ګرځول شوي دي او د (۱۴) مسجدونو دروازې یې د چاپو پر مهال په بمونو الوزولي او زیانمني کړي یې دي.
• د عصري او دیني زده کړو لپاره ودان شوي (۱۸) مکاتب وران شوي دي.
• (۲۰) صحي کلینیکونه او د تداوۍ مرکزونه ویجاړ شوي دي.
• د عامو هیوادوالو او بې ګناه وګړو(۱۶۵۰) کورونه تخریب شوي او بې پنا پرېښودل شوي دي، چې ډېری یې د ژمي په دې ساړو کې هم د شنه اسمان تر چت لاندې ژوند کوي.
• د دینې زده کړو مراکز(۱۱) مدرسې د دښمن له لوري په بشپړ ډول ویجاړي شوي او له کاره ایستل شوي دي.
• د عوامو د (۶۲۷) کورونو او دکانونو دروازې په بمونو الوزول شوي دي.
• (۲) هوټلونه له منځه وړل شوي دي.
• (۱۷۱۹) دکانونه تخریب او سامان یې سوځول شوی دی.
• (۲۸۱) غټ او واړه عراده جات او د نقل و حرکت اسباب او (۱۱۰۲) موټرسایکلان سوځول شوي دي.
• د بدۍ او دښمنۍ لړۍ تر حیواناتو پوري هم وغځېدل او په سلګونو څاروي له ژوند څخه بې برخي شوي دي.
• دا چې زموږ د هیوادوالو اکثره تکیه پر کښت او کرونده ده، نو د اوبولو لپاره یې شمسيانو(سولرانو) ته هم اړتیا په پراخه کچه وي، خو د اشغالګرو او ګډو ځواکونو په بریدونو کې دغه هم خوندي نه دي پاتي شوي او تقریبا په تېر کال کې (۲۶۰) عدده زیانمني شوي او غلا شوي دي.
• (۴۲) د غنمو او اوربشو درمندونه سوځول شوي دي او د دې ټولو تر څنګ ملیونونه نقدي افغانۍ او سره زر هم لوټ شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close