ننګرهار کې د ښوونځیو یو شمېر زده‌کوونکو برېښنايي ماشینونه جوړ کړي

عزم(دو‌شنبه، ۰۹، مرغومی، ١٣٩٨ل): د ننګرهار د پوهنې ریاست وايي، د جلال اباد ښار د بېلابېلو ښوونځیو زده کوونکو یو شمېر برېښنايي توکي او ماشینونه جوړ کړي دي.

د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری وايي، یادو زده کوونکو د برېښنا د تولید کوچني ماشینونه، برېښنايي وسایل، خوراکي او نور توکي، انځورونه او ګڼ شمېر نور توکي له لرګیو څخه هم جوړ کړي دي.

دی وايي، د تشبث په نامه مضمون کې یادو زده کوونکو خپله وړتیا ښودلې ده او د ډېرو زده کوونکو پټې وړتیاوې یې راښکاره کړي دي.

«د تشبث په نوم مضمون د پوهنې وزارت له لوري په ننګرهار ولايت کې کولی شي، چې د زده کوونکو پټ استعدادونه رابرسېره او پر مټ يې زده کوونکي کولای شي، چې د لاسي صنايعو په برخه کې نوي نوښتونو او لاسته راوړنو ته زمينه برابره کړي.»

نوموړي زیاته کړه، د دې ولایت په ټولو ښوونځیو کې د هغه زده کوونکو نوملړ یې چمتو کړی، چې په بېلابېلو برخو کې نوښتونه کوي او ډېر ژر به د دوی سره د ناستې په ترڅ کې د دوی د نوښتونو اړوند توکو کې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

د جلال اباد ښار زده کوونکي له حکومت غواړي، که اسانتیاوې ورته برابرې کړي، نو لوی برېښنایي ماشينونه، الوتکې او نور وسایل هم جوړولی شي.

ننګرهار د هېواد د یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د پوهنې وضعیت یې پکې ښه دی او یوازې داعشیانو په ځینو سیمو کې ځینې ښوونځي تړلي وو، خو اوس بېرته پرانیستل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close