پوځ به یا کم وي او یا زیات، خو…

خط اول

د کابل حکومت دفاع وزارت وايي یوه نیمه لسیزه وروسته یې لا هم د ځواکونو ټاکل شوې شمېره نه ده پوره شوې.

د دفاع وزارت ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي په ۲۰۰۱ز کې ټاکل شوې وه چې د پوځ شمېر به ۲۳۴ زره افراد وي، خو اتلس کاله وروسته لا هم دومره خلک پوځ ته نه دي جذب شوي. ویاند ادعا کړې چې اوس د پوځ شمېر شاوخوا ۲۰۰ زرو ته رسیږي.

هر څوک پوهیږي چې د دولتي ویندویانو شمېرې یوازې د اورېدلو لپاره دي، نه د باور کولو. دفاع وزارت د ۲۰۰ زره سرتېرو درلودو ادعا کوي، خو که د څارونکو ادارو دقیقو راپورونه ته وکتل شي، د وزارت د شمېرو او حقیقت ترمنځ به د ځمکې او اسمان فرق راڅرګند شي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) د روان ۲۰۱۹ز کال د جولای میاشتې په خپل راپور کې ویلي و چې د حکومت د پوځ شمېر څه باندې ۱۶۲ زرو ته رسیږي. سیګار درې میاشتې وروسته، اکتوبر کې، وویل چې له ۱۶۲ زرو اتلس زره نور عسکر کم شوي دي.

 پر افغانستان باندې له یرغل سره سم امریکا هڅه وکړه د خپلو ګټو ساتلو لپاره یو پوځ جوړ کړي څو د امریکا پر ضد له راپورته کېدونکي مقاومت سره مبارزه وکړي او د امریکا له اوږو بار سپک کړي.

دې هدف ته د رسېدو لپاره امریکا میلیاردونه ډالر ولګول، او په غولوونکو شعارونو او رسنیزو تبلیغاتو یې خلک هڅول چې خپل بچیان د پوځ لیکو ته ولېږي. امریکا او متحدینو یې له هغه مهاله راهیسې د کابل حکومت د پوځ پر روزنه او تجهیز تر ۸۷ میلیارده زیات ډالر لګولي دي.

په تبلیغاتو او تطمیع د دې پوځ د افرادو شمېر اوس دا دی ۱۶۲ زره (یا ۲۰۰ زره) ته رسیږي – ټاکل شوی هدف لا هم پوره نه دی – خو بیا هم، په اصطلاح، د هیڅ ښې نه دی.

 د پوځ سراعلی قومندان په جار وايي چې په پنځو کلونو کې یې ۴۵ زره عسکر وژل شوي، او له بهرني ملاتړه پرته یې حتی شپږ میاشتې هم د حکومت دفاع نشي کولای. د امریکايي حکومت څارونکې ادارې هم په ډاګه وايي چې دا پوځ کاملا په امریکايي ملاتړ متکي دی. وروستي دقیق او محتاط ارقام ښيي چې هره ورځ له ۱۰ تر ۲۰ عسکر وژل کیږي. اخلاقي او مالي فساد پکې عامه خبره ده.

بناء که دفاع وزارت د خپلو منسوبینو شمېر ۲۳۴ زره ته ورسوي (چې محاله ښکاري) او که په همدې ۱۶۲/۲۰۰ زره ولاړ وي (تر دې اندازې نه کمېدل یې هم ممکن دي)، بیا به هم برابره خبره وي – نه به حکومت ښاد کړي، نه هېواد او نه ولس.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close