جرم

 

د يوه ملګري ليدو ته لاړم، په هټۍ کې يې څو نور کسان راټول وو، هغه مې تر سترګو نه شو.

وه مې پوښتل: خپله دوکاندار چېرې دی؟

يوه وويل: هغه همدا څو شېبې وړاندې دولتي کسانو موټر ته واچاو او له ځان سره يې يووړ.

ژر مې وپوښتل: په کوم جرم؟

يوه ځواب راکړ: په کلدارو يې سودا پلورلې وه او خبره يې پسې نوره هم وغځوله:

هغوی همدا ويل چې قانون بايد عملي شي، افغانۍ د افغانستان هويت دی، په خپل هويت شرم جرم دی.

موږ لا همدې خبرو کې وو، چې ملګری مې راننوت.

په خندا مې ورته وويل: څومره په غور او فش يې وړی وې، ما وې خدازده څو مياشتې به د تورو تنبو شاته يې، ته خو بيرته راغلې!

هغه ځواب راکړ: ما هم همداسې ګڼلې وه، خو ښه ؤ، جيب کې مې يو څه کلدارې وې، چې ورمې کړې زړونه يې رحم شول!

نعمان دوست

کابل – ۱۳۸۶

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: