د سولې عالي شورا له مرستیال مشر”حاجي دین محمد سره د عزم ځانګړې مرکه؛ لیکنیز

عزم: د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تازه پړاو خبرې له همغه ځایه پیل شوې، چیرته چې د امریکایانو له خوا دریدلې وې، ستاسو په آند دا څومره مهم پړاو دی او دواړه خواوې یو اوبل ته باید کوم تنازلات وکړي؟

حاجي دین محمد: السلام علیکم ورحمةالله
واضح خبره ده چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ چې کومې خبرې روانې دي او نږدې یوکال یې پوره کیدونکی دی؛ مونږ یې همیش ملاتړ کړی.
دا چې دواړو لوریو یوځل بیا خبرې پیل کړې، دا یو پیشرفت دی او باید سرته ورسیږي.
او څومره ژر چې وشي، په تعقیب دې یې په سملاسي توګه بین الافغاني خبرې پیل شي.
ځکه طالبان د روان جګړې درول او د بین الافغاني خبرو پیل له امریکا سره د معاهدې تر امضاء پورې مربوط بولي.
نو په هره طریقه چې وي، دلته افغانان له جنګه په تنګ راغلي، جګړه کې ولسونه او ټول لوري ضرر ویني، همداراز دلته که د ملي اردو، پولیسو، ولسي خلکو یا طالبانو غړو ته مرګ ژوبله ور اوړي، دا ټول افغانان دي او زیان یې بیرته افغانانو ته رسیږي.
نو په دې وجه څومره چې ژر کیدای شي، باید دا مهمې خبرې کامیابي شي.
د تنازلاتو لپاره ویلی شو چې د جګړې بندیدل د دواړو له خوا ښه خبره ده، خو داسې چې یو لوری جګړه بنده کړي، بل یې نه بندوي، مشکل بیا هم نه کیږي.
نو که د بشپړ اوربند اعلان نه کیږي هم، نو اقلاً دا لوی موټربم بریدونه، شپنۍ چاپې او ړندې بمبارۍ دې دواړه لوري بند کړي او که دا ونه کړي دا وخت هم ددوی له لاسه ځي او ددې وخت له لاسه تګ د امریکایانو، طالبانو او ټول ولس په تاوان دی.

عزم: د سولې عالي شورا کې مو کلونه تیر کړل، آیا د خپلې تجربې پر آساس ویلی شئ چې د سولې په مخ کې د کرزي که د غني حکومت ډیر خنډ وه او داچې کوم اشتبهات وه چې ښکیلو غاړو تکرار کړل؟

حاجي دین محمد: ښه خبره داده او وه چې د کرزي پرمهال هم هرڅومره زیات د سولې لپاره کارشوی وای او د اشرف غني د راتلونکي لپاره هم دا بهتره ده چې د سولې په مخ کې خنډ نه شي، دا به یې د افغانستان له ولس سره یوه ښیګڼه کړې وي.
په دې اوس وخت کې مونږ ګورو چې د اشرف غني لخوا د لیستونو انحصارول، یا داچې طالبان باید دده له حکومت سره مخامخ وغږیږي، یا نورې جګړه غوښتونکې خبرې، نو دا که د کرزي په وخت کې وه ” چې د دفتر د رسمیت موضوع پرسر د کابل حکومت له طالبانو سره مخالفت وکړ ” او که اوس تکراریږي، په کار نه ده چې دا ډول اشتباه بیا بیا وشي.
د اشرف غني او ټول ولس ګټه اوس په دې کې ده چې د سولې لپاره خنډ نه شي او داسې خبرې چې ټولو افغانانو یې ګټه رسیږي، دا به یې د راتلونکي لپاره په ګټه وي

عزم: واشنګټن پوسټ تازه اسناد په ډاګه کړي چې ښیي امریکایي مشرانو د افغان جګړې په هکله خپل ولس ته پرلپسې درواغ ویلي؛ آیا رښتیا هم امریکا په افغان جګړه کې ماتې خوړلې او د دې سوبې امتیاز چاته ورکولی شو طالبانو او که افغان ولس ته؟

حاجي دین محمد: څنګه چې واشنګټن پوسټ ددوی خپل اخبار دی، هغه دا خبره کوي نو شاید واقعیت هم ولري.
ځکه چې پخوا وختونو کې به مونږ کتل چې تلفات به ډیر وه او دوی به یې شمیر کم ښوده، خو په هر صورت جګړه د چا مخ او څټ نه ګوري، حلوا نه په کې ویشل کیږي بلکې ټولو ته صدمه په کې رسیږي.
نو داسې نه ده چې که یو سړی ډیر زورور وي، هغه دې تلفات ونه ګالي ځکه مونږ متل لرو چې “جنګ وي د لږو، لږ مري، د ډیرو ډیر مري”
نو په هر صورت مونږ ددې جګړې د تلفاتو صدمه ډیره لیدلې، خو دا چې امتیاز یې چاته ځي، نو د خپلو خلکو د وژل او د خپل هیواد ورانول فکر نه کوم چې یو امتیاز دې وي چې چاته ورکول شي.

که دلته له یوې خوا پولیس، عسکر او نورو ځواکونه وژل کیږي هغه هم د همدې خاورې بچیان دي او که له بلې خوا طالبان دي هم؛ او جنازې یې هم د دواړو لورو د ولس کلیو ته روانې دي.
نو سړی داسې فکر کوي چې ولې او د څه لپاره دا جګړه همداسې اوږدیږي.
یقیني خبره ده که حکومت خلکو او ولسونو خبره سره کړې وای لاس یې سره یو کړی وای او هغوی “امریکایانو” ته یې په یوه خوله ویلي وای چې ځئ! په مخه مو ښه، نو هغه صورت کې به هیڅ دا نا خوالې نه وای او دا امتیاز به هم د ولس وو.
او اوس هم که د بهرنیانو ماتې امتیاز وي، نو دا امتیاز د ولس دی.

عزم: که طالبان او امریکا یوې موافقې ته سره ورسیدل آیا د بین الافغاني خبرو پړاو به د ارګ له غوښتنې سره سم د کابل حکومت په مشرۍ وي او که له کوم امتیاز پرته به افغان شموله مذاکرات چې طالبان یې وایي، تر سره کیږي؟

حاجي دین محمد: کامیاب کار به دا وی چې هم حکومت پکې وي، هم دا سیاسیون، د ولس مؤثر خلک او طالبان دا ټول په مذاکراتو کې برخه واخلي او د افغانستان په ستونزه باندې، د حل لاره په افغاني طریقه باندې ولټوي دا بهتره خبره ده او که حکومت یواځې دا امتیاز ځانته غواړي چې خبرې وکړي نو بیا دا سیاسیون او نور خلک چې همکاري ونه لري په هره موضوع کې یواځې حکومت ټولې فیصلې نشي کولی، لکه مونږ چې وایو طالبان دې د افغانستان په متعلق یواځې له امریکا سره خبرې نه کوي، که د خپلو خبرو متعلق چې تورلیست کې دي، بندیان دي، یا د دفتر او نورو اړونده مسئلو په اړه له امریکا سره خبره کوي و دې کړی، خو د افغانستان د راتلونکي په اړه باید ټول افغانان خبره وکړي، نو لکه څنګه چې طالبانو ته وایو چې دا حق یواځې ځانته مه ورکوئ، همدا راز حکومت ته هم وایو چې دا حق یواځې ځانته مه ورکوئ، دا ولس او دا خلک ټول درسره شامل کړئ تر څو یوه هم شموله فیصله وشي، بیا څوک انتقاد هم ونه لري او بیا د جنګ کولو یا جنګ ته د زمینې برابرولو موقع چاته په لاس ورنه شي.

عزم: که دټاکنو پایلې اعلان شوې؛ نو لومړی دا چې آیا بایلونکی ټیم به یې پایلې ومني او بل داچې د یو میلیون رایو ګټونکی ولسمشر به د حکومت او سولې واک ولري؟
حاجي دین محمد: د ټاکنو په برخه کې باید دومره و وایم چې د ټاکنو زه لومړی هم طرفدار نه وم، زمونږ دا خوښه وه چې لومړی باید سوله وشي بیا ټاکنې تر څو تول افغانان سره یوځای شي او بیا دا پریکړه وکړي، خو متاسفانه چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د یو تویټ له لارې خبرې ودرولې نو بیا بل مدرک نه وو غیر له دې. او افغانستان کې دننه خلکو انتخاباتو ته مخه وکړه.
خو انتخابات هغسې چې په نوره دنیا کې کیږي هغسې افغانستان کې نشی کیدی نو وس چې طرفونو پرې موافقه کړې ده نو هغه څه باید وشي چې بایومیټریک رایې وې، یا هغه رایې چې په خپل وخت اچول شوې دي او یا په هغو ساحو کې اچول شوي وی چې سیستم کې وو مطلب درغلي و نه شي، نو به دغو شرایطو باندې که هر چا وګټله نو مونږ به پرې فشار راوړو چې سولې ته په ټولو امورو ترجیح ورکړي چې دا مونږ سره ډاکټر عبدالله منلې ده او اشرف غني یې هم باید ومني.
رابه شو د یو میلیون خلکو د نمایندګي برخې ته په دې اړه باید و وایم چې مونږ سوله غواړو هغه که یو ملیون وي که پنځه لکه وي او که کم وي یا زیات دا خلک دې راپورته شي دا نور افغانان دې ورسره کړي او سولې ته دې کار وکړي.

عزم: ولې د کرزي په خلاف اشرف غني تل د افغان مرګ ژوبلې په هکله پټه خوله وي، خو د امریکایي تلفاتو خواشیني تل څرګندوي، دغه راز روانه جګړه هم د اروپا او امریکا د امنیت او ګټو خوندیتوب ته منسوبوي؟

حاجي ین محمد: د ملکي تلفاتو په اړه د غني او کرزي د دورو په اړه به دومره و وایم چې کرزي د ریاست جمهوري په دوره کې او اوس هم دا غږ کړی دی چې ملکي تلفاتو مخه دې ونیول شي یا دې بمباری نه کیږي چې دا د ټول افغان ولس تایید له ځان سره لري او ډاکټر غني چې وایي افغانان د اروپا او امریکا امنیت ساتي دا په حقیقت کې هغې برخې ته اشاره ده چې یعنې افغانان د اروپا او امریکا ساتي نو امریکا او اروپا دې له حکومت سره مرسته وکړي نو دومره ویلی شم چې افغانان که دا خپلې ستونزې او مشکلات حل کړي دا به غټه خبره وي او مونږ باید د نورو د امن پر ځای لومړی د خپل کور افغانستان د امن فکر وکړو ځکه خپل کور لومړی ده نو د غني له لوري د ملکي تلفاتو نه غندنه مناسبه نه بولم دومره خو باید وکړي چې یو غږ پورته کړي.

عزم: په مشخص ډول د سولې عالي شورا لاسته راوړنې څه دي او فرضاً که حکومت د سولې عالي شورا د لغوه کولو اقدام وکړ آیا د انحلال واک یې لري؟

حاجي دین محمد: د سولې عالي شورا چې د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د ۱۶۰۰ علماؤ، سیاسیونو او مدني فعالانو په نوښت جوړه او رامنځته شوه چې د استاد رباني په څیر ډیر کسان په کې شهیدان شول؛ یواځنۍ موخه یې د سولې هڅې وې .
نو اوس د سولې عالي شورا د لغوه کیدو صلاحیت همداسې یوه لویه جرګه لري.
خو زه وایم چې که دولت ځانته صلاحیت ورکوي، هر څه کولی شي، کنه قانوني صلاحیت یې نه لري چې لغوه یې کړي.

او لاسته راوړنې یې دا دي چې په افغان ولس کې یې د سولې لپاره ښه ذهن سازي کړې او داچې د سولې شرایط څومره چې اوس برابر دي، وړاندې نه وو برابر.
مونږ یې د بیلګې په توګه وایو څوکاله وړاندې به چې چا د سولې نوم په خوله اخیسته، خلکو به پر خوله باندې واهه او غدار به یې باله.
خو د دغو فعالیتونو له امله اوس بالاخره داسې شوي دي چې ټول ولس که مخالف ووکه موافق، اوس نو د سولې طرفدار دي.
حتیٰ یو وخت داسې هم وه چې طالبانو به د سولې عالي شورا خلکو ته په ښه سترګه نه کتل او فکر یې کاوو چې دا د یوچا د لا آله دي.
خو اوس هغه دی طالبان هم د سولې خبرې کوي؛ نو زه فکر کوم چې د سولې عالي شورا د ذهنیت په آماده کولو کې غټ رول درلودلی دی.

عزم: ډیره زیاته مننه حاجي صاحب محترم له وخت راکولو څخه مو.
حاجي دین محمد: له تاسو هم مننه چې له مونږ سره مو مرکه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: