تر تلفاتو ګاللو وروسته؛ افغان ځواکونو د قیصاري په کور بمباري وکړه

عزم(یکشنبه، ۲۴ لیندۍ ،۱۳۹۸)،وروسته تر هغه چې بلخ کې د جنبش ګوند اړوند خپلسري قوماندان جنرال نظام الدین قیصاري او د دولتي ځواکونو له ملاتړ څخه برخمن د عطانور نږدې قوماندان د ملیشو ترمنځ نښتو زور واخیست او د حکومت پلوه ځواکونو دوه هاموي موټر د قیصاري د ملیشو له خوا له منځه یووړل شول، تازه د حکومت ځانګړو ځواکونو  د قیصاري پر ملیشو چې له یوه کور څخه مقاومت کوي، بمباري ترسره کړې ده.
حکومتي ځواکونه وایي تر اوسه یې له چورلکو څخه ۷ توغندي د قیصاري پر کور توغولي چې په کې میشتو وسلوالو ته یې درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده.
قیصاري چې د فاریاب ولایت اوسیدونکی او خپلسری قوماندان ده، تیر کال د جنرال دوستم سره د اړیکو له امله د اشرف غني له خوا ونیول شو، چې د دوستم سره د اړیکو د خرابوالي څخه وروسته بیرته له بنده آزاد شو.
خو کله یې چې څو میاشتې وړاندې د ډاکټر غني د انتخاباتي کمپاین د غړي”عطانور” له یوه قوماندان سره د موټرو د یوې اډېد “تم ځای” پر سر شخړه راغله، نوموړی بیا د حکومت هدف وګرځیده چې اوس یې حکومت د ژوندي نیولو او یا هم وژلو هڅه کوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close