کاري جلسه – طنز

 

 

رئيس صاحب د مېز له سره خپل ټچ موبايل راواخيست په پاسورډ ليکلو لګيا ؤ چې يوه غږ کړ: وآه رئيس صاحب، پوسټ دې توپان کړی، په دوو ساعتونو کې يې (۱۰۰) لايکه، درې شېر او (۷) کمنټونه اخيستي!

رئيس صاحب برېتو کې موسکی شو: اوس هم کم دي، په دغو درې څلورو کرښو مې دوه درې ساعته ضايع کړي، څو کرته به مې وليکل او بيرته به مې ډليټ کړ، کله به يې املا رانه غلطه شوه کله به ګرامر ګډ وډ شو.

ناڅاپه د مېز له بل سره غږ شو: مبارک، مبارک. يو بل شېر هم اضافه شو او درې لايکه نور هم راغلل!

رئيس د سترګو لاندې ټولو ته وکتل او بيا يې سوړ اسوېلی وويست: آبله ورځ د رئيسانو عمومي ناسته وه، ټولو د خپلو پوسټونو په اړه خبرې کولې، د هر چا لايکونه، کمنټونه او شېر له ما زيات ؤ. دا حالت د زغملو نه دی، يوه چاره بايد وسنجول شي. زما سر هم بايد عمومي جلسه کې لوړ شي. دا خو څه د ظاهر شا وخت نه دی چې غر به يې سوری کړ خو کارګر او کار فرما به نه ؤ معلوم، اوس خو انلاين نړۍ ده، ټول فعاليتونه انلاين حسابيږي.

بيا يې له مېوه دانۍ يو چاکليت راواخيست، ګوتو کې يې نيولی ؤ او بيا يې يو دم مخ راواړؤ: دا چاکليت مو له کومه کړل؟ ډېر خوندور دي.

چای اچونکي ځواب ورکړ: صيب، دا درته چا تحفه راوړي ؤ، خو تا ويلي ؤ چې دفتر زموږ ګډ کور دی، نو ځکه ما هم راوړل.

رئيس پياله په شدت کېښوده، چای اچونکي ژر په مېز صافي ووهله او مېز يې وچ کړ. رئيس په غوصه وويل: وبدبخته! چاکليټ خو زما شخصي ؤ، دا دې ولې ووېشل؟ دا خو رياست دی، سبا به څوک زما په نوم د نغدو پيسو بنډل راوړي، هغه به هم وېشې؟!

موبايل ته يې زنګ راغی، تليفون يې اوکې کړ:

سلام، سلام رئيس صيب، څه حال دی، رياست کې دې خيريت دی؟

ــ شکر دی؛ خيريت دی.

ــ ګوره ناځوانه، زما پوسټ ته دې لايک هم نه دی ورکړی!

ــ ههههه، صاحبه، ته هم رئيس يې او زه هم، خو زما د نن سهار پوسټ درنه (۴۰) لايکه زيات اخيستي.

ــ دا تا کې څه چل دی؟ دومره ژر دې څنګه پرمختګ وکړ؟

ــ زما مامورين دې خدای لري، په مختلفو نومونو ايډيانې لري، له هرې يوې راته لايک راکوي، کمنټ کوي او زړونه ورکوي! ټوله ورځ بېچاره ګان په همدې بوخت وي. ښه، ما ته خو يو عاجل کار پيدا شو، يو اوږد کمنټ راغی، زه هغه لولم. د خدای پامان!

رئيس خپلو مامورينو ته مخ راواړاؤ: شرم دی په خدای، که تاسو کې معمولي کاري صداقت وای، اوس به رانه د هغه لايکونه نه زياتېدل!

ور وټکېده او بيا د غرمنۍ د تيارېدو غږ وشو.

رئيس مخامخ ناست مامور ته چې کتابچه کې يې قلم خوځاؤ، غږ کړ: د ننۍ جلسې راپور دې وليکه؟

ــ هو رئيس صاحب، بې غمه شه! راپور چمتو دی، په لنډه توګه به يې درته واوروم:

د تېر په څېر نن هم د کاري اونۍ پای کې يوه مهمه جلسه وشوه. په ناسته کې مامورينو د خپلو فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او د رياست لاسته راوړنې يې له رئيس صاحب سره شريکې کړې. رئيس صاحب د مامورينو له فعاليتونو خوښي وښوده، د هغوی ستونزې يې په غور واورېدې او ياداشت يې کړې. غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.

رئيس صاحب؛ آفرين وويل، خو زياته يې کړه: راپور ليکلو کې دقت کوئ، مهم ټکي بايد هېر نه شي. د ارتقای ظرفيت څومره ورکشاپونه مو واخيستل، خو بيا هم ستاسو ظرفيت پوره لوړ نه شو! يوه مهمه خبره در څخه پاتې: چې رئيس صاحب د کارونو د لا ښه والي لپاره لارښوونې وکړې او د ستونزو د حل لپاره يې لازم تصميمونه ونيول، دا خبره د عکس لاندې هم وليکه!

رئيس ولاړ شو: کور ته مېلمانه راغلي، زه ځم. هو! که کوم مهم سړي کمنټ وکړ او يا شېر زيات شول، زنګ راووهئ!

طنز – نعمان دوست

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close