د موسکا څرک

 

• یو سړی له کوڅې څخه تېرېدی، له یو کړمۍ څخه یې غږ واورېد یو سړی وایي:
لومړی یې لاس غوڅ کړه، بیا یې غاړه غوڅه کړه”
شړی په منډه لاړی او پولیس یې خبر کړل، پولیس چې راغله او ویې کتل دوه خیاطان ناست دي، د جامې بازو او غاړه غوڅوي.

• ناروغ ډاکټر ته ورغی، ډاکټر پوښتنه ترې وکړل:
درې غاښونه دې څنګه مات شول؟
ناروغ: مېرمنې مې کلکه ډوډۍ پخه کړې وه.
ډاکټر: له خوړلو به دې انکار کاوو.
ناروغ: همدا انکار و چې نتیجه یې دا شوه.

• جوراپي تل مینځئ او بیا یې په پښو کوئ، هسي نه کامیابي مو د قدم ښکلولو لپاره راشي او بېهوښه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close