خلک دا ”په هوا کې د ودانیو جوړولو ماشین“ بولي

د یوه چینايي شرکت لخوا جوړ شوی پلټفارم د لوړو ودانیو د عامو جوړوونکو وسایلو په پرتله ودانۍ ښه او په کم وخت کې جوړولای شي.

د چاینا ډیېلي د راپور له مخې، دا پلټفارم ۳۶۰ درجې راتاوېدای شي او تر زر مټرک ټنو زیات وزن وړلای شي. دا رنګه د ودانۍ له جوړېدو سره پخپله پورته کیږي.

 خلک دا پلټفارم ”په هوا کې د ودانیو جوړولو ماشین“ بولي.

دا په څلورو کرېنونو سمبالیږي، چې په دې سره د دودیزو وسایلو په پرتله د ودانۍ جوړولو په وخت کې ۲۰ سلنه کموالی راځي. ویل کیږي دا ماشین یو منزل په څلورو ورځو کې جوړوي. د ودانۍ لوړولو اخیري درجه یې زر مټره ده. (تر زر میټره پورې لوړه ودانۍ یې په مرسته جوړېدای شي.)

دا دې پلټفارم څلورم نسل دی؛ China Construction Third Engineering Bureau Co Ltd شرکت یې لس کاله وړاندې جوړول پیل کړي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: