لغمان کې د لبنیاتو د پروسس فابریکه جوړېږي

عزم(یکشنبه، ۱۷لیندۍ، ١٣٩٨ل): د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې د لبنیاتو د پروسس د یوې معیاري فابریکې د جوړولو چارې په بشېړېدو دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کرنې ریاست چارواکي وايي، دغه فابریکه د لغمان دکرنې ریاست په همکارۍ د خصوصي سکټور له خوا د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړېږي چې ۲۴ ساعتونو کې د زر لېټره شېدو د پروسس وړتیا لري او کابو ۷۰ کسانو ته په دې فابریکه کې د کار زمینه برابرېږي.

په دغه فابریکه به شېدې، مستې، تروې، کوچ، پنیر، پېروی او چکه هم خلکو ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کېږي.

هېواد کې شاوخوا څلور میلیونه غواوې او نږدې شل میلیونه وزې او مېږې د مالدارو کورنیو له خوا په دودیز ډول روزل کیږي.

له دې وړاندې په کابل، بلخ، هرات، کندوز او ننګرهار ولایتونو کې د لبنیاتو فابریکې جوړې شوي دي، چې د لبني محصولاتو په تولید بوخت دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close