پکتیاکې د یوه ملي سوداګر له خوا د جلغوزیو د پروسس لوی مرکز جوړیږي

عزم(شنبه، ۱۶ لیندۍ ،۱۳۹۸)د هیواد په سهیل ختیځ زون کې چې تر ډیره د جلغوزیو د حاصلاتو مرکزي نقطه بلل کیږي، د لومړي ځل لپاره د یوه پانګوال له خوا د یادې وچې میوې د پروسس لوی مرکز جوړیږي.

دغه مرکز چې د حاجي محمد ګردیزي په نامه د یوه ملي سوداګر له خوا جوړیږي، پر رغولو یې ۶،۲ میلیونه ډالره لګښت راځي چې په کې به د پکتیا، پکتیکا او خوست جلغوزي پروسس او بیا نړیوالو بازارونو ته صادریږي.
د دغه مرکز مشر او پانګوال حاجي محمد ګردیزي رسنیو ته ویلي «له دې مخکې د افغانستان جلغوزه پاکستان ته وړل کېده او هلته پروسس کېده او وروسته نورو هېوادونو ته صادرېده، خو دا بهیر په درې وروستیو کلونو کې بدلون کړی. اوس جلغوزه د تورې طلا په نوم یادېږي، د هغه بیه مخ په زیاتېدو ده.»
نوموړی زیاتوي، دا مرکز به وکړای شي د هیواد د نورو ولایتونو د جلغوزیو د پروسس چارې هم مخته یوسي چې بیا به ټول صادرات د پکتیا په مارک د نړۍ بازارونو ته وړاندې کیږي.
په ورته مهال د پکتیا د سوداګرۍ خونې رییس عبدالنصیر علمیار وویل چې دغه مرکز په  کال کې د ۶۰ زره متریک ټنه جلغوزو د پروسس وړتیا لري او له حکومت یې وغوښتل چې بهر ته د دغې وچې میوې د قاچاق مخه ونیسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close