سهیل شاهین: مذاکرات له همغه ځایه بیاپیل شول؛ کوم ځای چې دریدلي وو

سرچینې وایي، ننۍ ناسته کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر طالبانو ته په ډاګه کړه چې د مذاکراتو تر ځنډېدو وروسته تر اوسه ۳۶۰۰ کسان (ملکیان، عسکر، بهرنیان او طالبان) د جګړو په ترڅ کې وژل شوي دي.

عزم(شنبه، ۱۶ لیندۍ ،۱۳۹۸)د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین خبر ورکړی چې نن یې د افغان سولې په تړاو له امریکایي لوري سره خبرې بیرته له همغه ځایه پیل کړې، کوم ځای چې د امریکایي ولسمشر له خوا توقف شوې وې.
نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «نن د محترم ملا برادر اخند ترمشرۍ لاندې د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم، دامریکې له مذاکراتي ټيم سره خبرې له هغه ځایه پيل کړې کوم ځای کې چې دریدلې وې. د توافقنامې د لاسلیک او اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وشوې. مذاکرات به سبا هم دوام کوي.»
شاهین ویلي، ننیو مذاکراتو کې محترم انس حقاني, هم د مذاکراتي ټيم د غړي په توګه ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړی وو.
د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال مخته راځي چې تازه د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه پخوانی سند او پرمختګونه لغوه شوي او اوس په قطر کې د زلمي خلیلزاد او طالبانو د خبرو تازه لړۍ پیل کړې.
د دې وزارت ویاندې ناجیې انوري د شنبه په ورځ آزادي راډیو ته وویل، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ پخوانۍ ۹ پړاو خبرې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ له خوا باطلې شوې دي.
سرچینې وایي، دا خبرې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د لسم پړاو د پیل درشل دی چې د نن ورځې له ۱۰:۰۰بجو څخه بیا د ماسپیښین تر دوه بجو یې دوام وکړ او پر مهال یې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر او ټول امریکایي مرکچي ټیم برخه لرله.
سرچینې وایي، ننۍ ناسته کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر طالبانو ته په ډاګه کړه چې د مذاکراتو تر ځنډېدو وروسته تر اوسه ۳۶۰۰ کسان (ملکیان، عسکر، بهرنیان او طالبان) د جګړو په ترڅ کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، طالب مشرانو د دې ټولو وژنو پړه پر امریکایي لوري ور اچولې ځکه په وینا یې چې مذاکرات د هغوی له خوا په قصدي ډول لغوه شوي وو

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close