امریکا.. بېرته د عقلانیت پر لور

له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا-طالبانو تړون د روانې خونړۍ جګړې د پای پیلامه ده. په مسوده کې د هوکړې له لاسلیکېدو سره سم د بین الافغاني مذاکراتو پر پیلېدو او بیا هلته په ځانګړي ډول د یوه جامع اوربند په اړه بحث باندې ټينګار شوی دی. د د امریکا-طالبانو د هوکړې ځنډ د دې هر څه مخه نیولې ده، نو ځکه باید اولیت د دې هوکړې لاسلیک وي.

خط اول

نږدې درې میاشتې وروسته امریکا د مذاکراتو په درولو پښېمانه ښکاري او اوس یې یو ځل بیا رسما پیلولو ته چمتووالی نیسي. دا توقع له هماغه راهیسې موجوده وه کله چې ټرمپ د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې د یوه امریکايي عسکر تر وژل کېدو وروسته له طالبانو سره نږدې-فیصله شوي مذاکرات په یوه ټویټ سره بند اعلان کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان سولې لپاره د متحده ایالتونو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد، د ډسمبر په ۳مه کابل ته خوځېدلی، چې هلته له افغان سیاسیونو سره تر لیدنو وروسته به په مذاکراتو کې د شرکت لپاره د قطر دوحې ته ولاړ شي. د مذاکراتو د پیلېدو دا ډول خبرونه د کابل حکومت پر مخ د درنې څپېړې حیثیت لري ځکه دوی یې د درېدو هرکلی کړی و او د جګړې ډول ته یې چکچکې کولې.

وروستي خبرونه دا دي چې خلیلزاد د کابل حکومت د مشر په ګډون له ګڼو نورو سیاستوالو سره لیدلي دي. د کابل حکومت مشر، چې د مذاکراتو له پیله د تخریب هڅه کوي، له ښاغلي خلیلزاد سره په لیدنه کې بیا هم تر خپله وسه د امریکا د منحرفولو هڅه کړې ده.

تر کابل وروسته دوحه د خلیلزاد دویم منزل دی، چیرې چې به له طالبانو سره رسما بېرته خبرې پیل کړي.

طالبان ټينګار کوي چې مذاکرات باید له هماغې نقطې پیل شي چیرې چې درېدلي وو. د مذاکراتو درېدو پر مهال د هوکړې مسوده چمتو شوې وه، یوازې د تړون د لاسلیک د نېټې، مراسمو او ځای په اړه بحثونه پاتې وو.

 که مذاکرات له همدې نقطې پیل شي نو په لنډه موده کې یې د نهايي کېدو احتمال شته. خو که د امریکا تازه ملاحظات زیات وو او د دې ترڅنګ یې بېځایه وخت تېرونې ته دوام ورکاوه، کېدای شي خبره بیا پړاوونو ته ولاړه شي.

له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا-طالبانو تړون د روانې خونړۍ جګړې د پای پیلامه ده. په مسوده کې د هوکړې له لاسلیکېدو سره سم د بین الافغاني مذاکراتو پر پیلېدو او بیا هلته په ځانګړي ډول د یوه جامع اوربند په اړه بحث باندې ټينګار شوی دی. د د امریکا-طالبانو د هوکړې ځنډ د دې هر څه مخه نیولې ده، نو ځکه باید اولیت د دې هوکړې لاسلیک وي.

دا چې کابل حکومت له پیله د مذاکراتو او بین الافغاني مذاکراتو د بهیر د تخریب په هڅو بوخت دی، د اوبو وړي په څېر به تر خپله وسه هر ځګ ته لاس اچوي. خو که امریکا د کابل حکومت ارمان ورپوره کړي او یو ځل بیا له مذاکراتو بېرته پر شا شي دا به د افغانستان، سیمې، نړۍ او پخپله د امریکا لپاره زیاتې ناوړه پایلې ولري. څومره ژر چې مذاکرات پیل او د تړون لاسلیک ژر وشي، هغومره به بهتره وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close