کندهار کې د کبانو د تولید د یوه فارم جوړولو چارې پیل شوې

عزم(پنجشنبه، ۱۴لیندۍ, ١٣٩٨ل): د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې یې د کبانو د بچیو د تولید د یوه فارم جوړولو چارې یې پیل کړې، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

د کندهار په بېلابېلو برخو کې په تېرو اتو کلونو کې د کبانو د روزنې څه باندې ۱۵۰۰ کوچني او لوی فارمونه جوړ شوي، چې هر کال ۶زره ټنه غوښه تولیدوي او د کندهار سربېره ګڼو نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي.

د ځايي چارواکو په خبره، په دغه فارم ۷میلیونه او ۵سوه زره افغانۍ لګښت راځي او په راتلونکو دوو میاشتو کې به د کبانو د بچیو د تولید لپاره چمتو شي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په ۱۳۹۸ یم کال کې په دې ولایت کې د کبانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار یو شمېر پروژې په پام کې نیول شوي وې، چې په دغو پروژو کې د کبانو د بچیو تولید، پر فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل او د کبانو روزنې نوي فارمونه جوړول شامل و.

په کندهار کې درې ډوله کبان معمولي کارپ Common Carp، سلور یا سپین زر کارپ Silver Carp او واښه خوړونکي ګراس کارپ Grass Carp روزل کېږي، چې تر نورو هغو یې پایلې ښې دي.

د چارواکو په خبره که دغلته د کبانو د فارمونو جوړولو لړۍ همداسې چټکه روانه وي نو په نږدې راتلونکې به کندهار د کبانو په يو لوى توليدوونکی ولايت بدل شي.

په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر دوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، روزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونو کې جوړ شوي او له دغو فارمونو څخه په کال کې څه باندې ۱۰ زره ټنه کبان تولیدېږي.

افغانستان ته ډېری کبان له پاکستان او ایران څخه را واردېږي، چې په ډېرو یې اوونۍ ـ اوونۍ وخت تېر شوی وي او روغتیايي کارپوهان یې ګټور نه بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close