ډاکتر ناکامورا څوک ؤ، څه يې وکړل او چا وواژه؟!

 

د ناخوالو په دوام کې تېره ورځ د (PMS) خيريه مؤسسې مشر او د انسانيت خدمتګار ډاکتر تتسو ناکامورا هم په جلال اباد ښار کې ولايت مقام سره ډېر نژدې ترور شو. ويل کيږي چې په بريد کې د نوموړي يو موټروان او درې نور افغان ملګري ځای پر ځای ووژل شول؛ خو خپله ناکامورا د سينې ښي لوري ته ولګېد او سخت ټپي شو، خو له بده مرغه چې ټپونه يې ډېر ژور ؤ، نو لږ ساعت وروسته دی هم ومړ او افغان ولس د تل لپاره له دغې هستۍ بې برخې شو.

د ډاکټر ناکامورا لنډ ژوند ليک:

ډاکټر ناکامورا اصلاً د جاپان هېواد اوسېدونکی ؤ، نوموړی په (۱۹۴۶م) کال د دسمبر په پنځلسمه د جاپان په فوکوکا ښار کې وزېږېد.

ډاکټر ناکامورا په (۱۹۷۳م) کال له طب پوهنځي څخه تر فارغېدو وروسته د جاپان په بېلا بېلو ښارونو کې د ډاکټر په توګه دنده ترسره کړه. څه موده وروسته تقريباً په (۱۹۸۰م) کال د بشري خدماتو لپاره افغانستان ته راغی او د خپلو صحي خدمتونو په لړ کې يې د هېواد په ختيځ کې درې روغتونونه هم پرانيستل. خو کله چې په (۲۰۰۰م) کال افغان ولس له وچکالۍ سره مخ ؤ؛ نو ډاکتر ناکامورا هم د صحي خدماتو پر ځای د اوبو مهارولو او زراعت کارونو ته مخه کړه.

د زراعت په برخه کې هڅې:

ډاکټر ناکامورا له (۲۰۰۰م)  کال راهيسې د (PMS) په نوم خيريه مؤسسې له ادرسه په ننګرهار ولايت کې د زراعت په برخه کې نه هېرېدونکي خدمتونه وکړل، نوموړي د ښېوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کنړ له سيند څخه يو کانال وکېښ، دغه کانال چې تقريباً پنځه ويشت نيم کيلو متره اوږدوالی لري؛ په زرګونو هکټاره ځمکه خړوبوي. همداراز له دې وروسته تر (۲۰۱۶م) کال پورې يې د کنړ له سيند څخه اته نور کانالونه هم جوړ کړل چې تقريباً شپاړس زره هکتاره ځمکه يې سمسوره کړه.

لنډه دا چې ډاکټر ناکامورا خپل ټول ژوند د افغان ولس بسيا کولو ته وقف کړی ؤ او ټول عمر يې د زراعت په برخه کې د افغانانو خدمت وکړ او په دې توګه يې د لکونو افغانانو کورونه اباد کړل.

ياده دې وي چې ډاکتر ناکامورا د دغو خدمتونو په بدل کې په (۲۰۰۳م) کال د «رامون مکسيسي» جايزه هم تر لاسه کړه. همداراز سږ کال د افغانستان له لوري په افغان تابعيت هم ونازول شو.

دغه نېک انسان چا وواژه؟!

ډاکتر تتسو ناکامورا په جلال اباد ښار کې د ننګرهار ولايت مقام سره ډېر نژدې؛ تقريباً سل مترۍ کې ترور شو، هلته چې شاوخوا يې بې شمېره (زړور امنيتي ځواکونه) هم ګوته په ماشه چمتو ولاړ وو!

ناکامورا په رڼا ورځ، د جلال اباد ښار په زړه کې د زرګونو (سرتېرو) په منځ کې ووژل شو، خو قاتلين يې بيا هم نه دي معلوم!

د ناکامورا وژنه د ګډ حکومت مشر؛ اشرف غني په ګډون ټولو چارواکو وغندله. د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل هم د نوموړي پر وژنه ژور خفګان ښکاره کړ او دا يې د افغانستان د دښمنانو کار وباله!

خو له بده مرغه قاتلين يې تر اوسه نه دي معلوم!

که څه هم اشرف غني ويلي چې له پېښې څخه خبرېدو سره جوخت مې «امنيتي ادارو» ته لارښوونه کړې چې د پېښې «جدي پلټنه» وکړي او عاملين يې د قانون منګلو ته وسپاري، خو اوس ټول افغان ولس پوهيږي چې دا د غني عادت دی چې د هرې پېښې د «جدي څېړنې» امر کوي او عاملينو ته يې هم د قانوني سزا ورکولو ژمنې. خو لا تر اوسه مو ونه ليدل چې د کومې څېړنې پايلې په ډاګه شي او عاملين يې په سزا ورسوي.

د غني په تېره پنځه کلنه واکمني کې په لسګونو، بلکې په سلګونو داسې پېښې وشوې چې غني يې د «جدي څېړنې» امر وکړ او د پلټنو لپاره يې ډلې او اشخاص وټاکل شول، خو تر اوسه لا د يوې بېښې د پلټنو پايلې هم نه دي اعلان شوې او نه يې عاملين قانون ته سپارل شوي.

د کابل اداره له خپل عادت سره سم د هرې پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي، لکه چې همدا اوس هم ځينې چارواکي د ناکامورا وژنه د طالبانو کار بولي او د نوموړي له وژنې څخه تبليغاتي استفاده کوي.

خو راځئ خپل عقل وکاروو او حقيقت معلوم کړو چې د ناکامورا وژنه طالبانو پورې اړه لري او که خپله د کابل ادارې کار دی؟

رسماً خو د ناکامورا د وژنې مسؤليت هيچا هم نه دی منلی، طالبانو خو نه يوازې دا چې د نوموړي وژنه کې يې لاس لرل رد کړل، بلکې دا يې يو قبيح عمل ياد کړ.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ليکلي: په جلال آباد کې د (PMS) مؤسسې په جاپاني مشر برید د اسلامي امارت مجاهدینو پورې اړه نه لري. د بیا رغونې په برخه کې مؤسسات له اسلامي امارت سره ښه روابط لري او هيڅکله د دوی لمنځه وړل د مجاهدينو هدف نه دی.

همدراز په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ليکلي: امارت د خپلې پالیسي له مخې، نه يوازې دا چې د بشري مرستو موسسات چې زموږ ولس ته خدمت کوي؛ هدف نه ګرځوي، بلکې په ټول هیواد کې یې دهغوی دبشري فعالیتونو لپاره آسانتیاوي برابرې کړې دي، طالبان په دوی برید په کلکه غندي.

پاتې شوه د کابل اداره، د دوی وس خو هسې هم يوازې تر غندلو منحصر دی.

نو قاتلين يې څوک دي؟

امام غزالي رحمه الله فرمايلي: که څوک ووژل شو او قاتل يې معلوم نه شو، نو د وخت حاکم يې قاتل دی.

په دې اساس نو که چېرې ډاکتر ناکامورا طالبانو وژلی وای نو خامخا يې مسؤليت هم مانه، ځکه بيا خو به يې د نوموړي وژنه هدف وه، مګر دا چې د طالبانو هدف اشغالګر او د هغوی حاميان دي نو ځکه خو هيڅ پوښتنه نه مطرح کيږي چې ناکامورا طالبانو وژلی که نه؟

راځئ خپل عقل وکاروو، ايا د دغسې کسانو وژنه طالبانو ته کومه ګټه لري؟

د کابل چارواکي او موجوده تبليغاتي رسنۍ همدا نارې وهي چې دا د پاکستان د غلامانو کار دی، يا مستقيماً وايي چې طالبانو وژلی د پاکستان په لارښوونه. د دوی دليل دا دی چې ناکامورا د کونړ سيند اوبه مهار کولې ځکه خو د پاکستان هدف ؤ.

موږ هم دا منو چې د کونړ سيند په مهار کولو سره پاکستان ته زيان رسيږي او هغوی به هم په ممکن صورت د دې کار مخه نيسي. خو پوښتنه دا ده چې که فرضاً ناکامورا پاکستان وژلی وي، نو د چا په لاسو يې وواژه؟

د پاکستان رښتيني نوکران څوک دي، طالبان که همدغه درواغجن چارواکي؟

راځئ د دغې پوښتنې ځواب پيدا کړو.

د مثال په ډول، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ډېورنډ کرښې څه حيثيت درلود او اوس د همدغو (پنجاب ضد) چارواکو حال وګورئ چې پاکستان ته يې څومره امتيازات ورکړل؟ د همدغو ښاغلو په واکمني کې پاکستان د ډيورنډ پر پوله خندقونه واېستل، ازغن تارونه يې وغځول، پاسپورټ او ويزه يې عملي کړل، په لسګونو ځايه يې له ډيورنډ کرښې رادېخوا نيونې وکړې او حتی د باډر منيجمينټ په نوم درې اړخيزه جرګه کې (چې افغانستان، پاکستان او امريکايي استازي پکې ګډون لري)، د کابل ادارې د استازو له خوا د دوی دا ټولې هڅې ستايل شوې هم دي او دغه ټولې منسوبې ورسره لاسليک شوې دي.

اوس ووايئ چې پاکستان ته طالبانو زيات امتيازات ورکول او که همدغه درواغجن چارواکي يې ډېر جي جناب کوي!

پايله دا شوه چې که فرضاً د ډاکتر ناکامورا وژنه کې پاکستان دخيل وي، نو معلومه ده چې د همدغو چارواکو پر مټ يې وژلی.

کله چې د ښار په منځ کې، له ولايت مقام سره نژدې، په رڼا ورځ او د «زړورو امنيتي ځواکونو» په مخ کې ترور کيږي او عاملين يې هم روغ رمټ تښتي، نو ايا بيا هم دغه کړنه له دغو ښاغلو پرته د بل چا کار کېدای شي؟!

ليکنه: سميع الله افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close