ایف بي آی FaceApp د امریکا ملي امنیت ته ګواښ بولي

د امریکا د فډرال تحقیقاتو (پولیسو) ادارې FBI خبرداری ورکړی چې د فېس اپ په نوم اپلیکېشن باالقوه ضد-استخباراتي ګواښ دی.

ایف بي آی دا خبرې د امریکا د سنا مجلس غړي، چاک شومر، ته په یوه لیک کې کړې دي.

FaceApp روسی اپلیکېشن خلکو ته اجازه ورکوي چې خپل انځورونه وراپلوډ کړي او وروسته معلومه کړي چې په راتلونکو کلونو / عمر کې به څنګه ښکاري.

په تېر اوړي کې دې اپلیکېشن زیات مینه وال پیدا کړل، چې دې سره سم د کارنانو شخصي معلوماتو او د امریکا ملي امنیت ته د بالقوه ګواښونو پېښولو اندېښنې پیدا شوې. له همدې امله چاک شومر له ایف بي آی د دې اپ په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه.

ایف بي آی په خپل تازه لیک کې ویلي چې دوی د فېس اپ په ګډون هر هغه موبایل اپلیکېشن د باالقوه ضد-استخباراتي ګواښ په ډول پېژني چې په روسیه کې جوړ شوي دي.

 د ایف بي آی د دې دریځ لاملونه د دې اپلیکېشنونو له لوري د خلکو د معلوماتو راټولېدل، دشخصي حریم او کارونې شرایط، او په خپلو پولو کې دننه ډيټا ته د روسي حکومت د بشپړ لاسرسي درلودل بلل شوي دي.

ایف بي آی لیکلي، د روسیې استخباراتي ادارې د سایبري اطلاعاتو په ترلاسه کولو کې زیات بریالي دي. همداراز د روسیې د امنیت فدرال سرویس پر روسۍ شبکو ټولو اړیکو او سرورونو ته، پرته له دې چې د انټرنیټ له ورکوونکو غوښتنه وکړي، لاسرسی درلودای شي.

د ایف بي آی لیک داسې مهال رسنیز کیږي چې په امریکا کې دننه ځینې نور بهرني اپلیکېشنونه – لکه چینایی ویډیو اپلیکېشن ټیکټاک – د امریکايي قانون جوړوونکو تر سختو تفتیشونو لاندې دي. دوی وايي دا ډول بهرني اپلیکېشنونه د متحده ایالاتو ملي امنیت ته ګواښ پېښوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: