بې وجدانه خلګ د پردیو په قربانۍ ویاړي

ابوبکر مهاجر

افغانستان ته د ټرمپ راتګ ناګهانه او نااعلان شوی ؤ. باګرام ته یې د لیدلو لپاره ولسمشر غني له رارسېدلو څو لحظې مخکي په آمرانه لهجه خبر کړ چې باګرام ته د راتګ تیاری ونیسه. هلته چې د غني او ورغلو حضراتو سره کوم توهین آمیز چلند وشو، یو بااحساسه انسان به یې کله هم په ځان ونه مني. له غني پرته نور چاته خو یې بیخي د لیدو کاتو چانس هم ورنه کړ بلکي دباندې یې انتظار کړي ؤ او خپله غني یې د بهرنیو رسنیو په وینا داسي کلک تالاشي کړ، ګواکي لکه یو چپړاسي چې د ولسمشر سره کتل غواړي.

غنی د ټرمپ پر وړاندې څو د غوړه مالۍ محدودي خبري وکړې، محدودي ځکه چې ټرمپ یې اورېدلو ته زیات وخت نه درلود او نه یې هم د غني په څیر غیر منسجم مقرر ته د غوږ ایښودلو لپاره زړه ښکاوه. د وینا پر مهال غني د اورېدونکو پر ځای ټرمپ ته متوجه ؤ او بدن یې سټیج خو مخ یې ټرمپ مخاطب کاوه. له خبرو یې چاپلوسي څڅېدل او هڅه یې داوه چې ټرمپ راضي کړي او د خبرو انداز یې ښودل چې له ټرمپ څخه یې په عاجزانه لهجه د خپلو هغو خبرو تصدیق غوښت کومي چې ټولي د امریکایانو پر صفت او د هغوی پر ستاینه راڅرخېدلې.

غني له امریکایانو په دې هیواد کې د ویني د تویولو په بدل کې مننه کول، د هغوی میړانه یې ستایل، د هغوی قربانۍ یې د ځان لپاره افتخار بللې، نه یوازي د ځان لپاره بلکي د ټول ملت لپاره فضولي وکیل جوړ شوی او د ټولو له طرفه یې منني ترې کولې. غني ځان د ټرمپ او د امریکا د احسان پوروړی باله، ځان یې د هغوی د مننو تر بار لاندې باله، نه پوهېدی چې کوم ډول الفاظ او جملې تقدیم کړي چې د امریکا او راغلي خرمغزه ولسمشر ستاینه وکړي تر څو هغوی ترې خوښي وښیي.

سره د دې چې په دې هیواد کې د پرتلې له مخي د امریکايي او د غني د چارواکو د قربانیو نسبت د یوه او زر دی، خو غني د خپلو چارواکو د قربانۍ هیڅ یادونه هم ونه کړه او نه یې هم رمزا ټرمپ ته دا ورپه زړه کړه چې د واشنګټن او نیویارک د حفاظت لپاره زما د ادارې خلګ خورا بې دریغه قربانۍ ورکوي. غني اصلا په خبرو خلګ تیر باسي. کله چې افغان چارواکي مخاطب کوي نو د هغوی قربانۍ ستایي او د نیویارک او واشنګټن امن د دوی د کړنو مثمره نتیجه بولي او دا رنګه یې زړه ته د ډاډ وبخښلو کوشش کوي. او کله چې بیا امریکایي چارواکو ته مخ شي او د اعلیحضرت ټرمپ په حضور کې د لاپو ویشتلو نوبت شي نو بیا د هغوی د وینو د رنګ او د هغه د نتیجې د انعکاس تصویر د منني په شکل کې وړاندې کوي او دا تأثر ورکوي چې زما د پاچاهۍ د قیام بنسټیزي پایې تاسي یاست او ستاسي قربانۍ دي چې زه یې مثبته نتیجه وینم. سره د دې چې د غني عسکر د قربانۍ د پسونو په څیر قرباني کیږي خو غني خان د شجاعت، میړاني او اتلولۍ میډالونه د هغو امریکایي چارواکو پر سینو ټومبي چې جنګ له زرګونو کلو میتره لري څخه قومانده کوي او ښایي ټک کول خو لري بلکي ټک اورېدل یې د زړه د حرکت رفتار ۱۸۰ ته رسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close