د بمونو د مور هرکلي کوونکي دې اوس ځواب هم ووايي

خط اول

شاوخوا دوه نیم کاله وړاندې، د ۲۰۱۷ز کال په اپرېل میاشت کې، امریکا د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې تر هستوي بم وروسته تر ټولو قوي او د زیاتې ویجاړۍ رامنځته کوونکی بم وغورځاوه. د GBU-43 په نوم دې بم ته د بمونو مور ویل کېده، چې ۲۱ زره پاونډه وزن یې درلود.

امریکايي چارواکو ادعا کوله چې بم یې د داعش ډلې پر یوه تونل غورځولی، چې نږدې ۹۰ داعشیان پکې وژل شوي دي. د بمونو مور د عامو خلکو کورونه هم ورونړول.

GBU-43 د ودانیو او کلکو زېربناوو د ویجاړولو ترڅنګ پر دښمن باندې ناوړه رواني اغېز هم کوي. دې بم کېدای شي داعشیان وژلي وي، خو خطرناکې رواني اغېزې یې پر بېچاره ولسي وګړو راڅرګندې شوې، چې کېدای شي د دې سیمې د اوسېدونکو نسلونه به یې په میراث کې وړي.

د بمونو مور که څه هم هغه مهال ولسي وګړو ته مرګ ژوبله وانه ړوله، خو د خلکو پر ژوند ناوړه اغېزې یې اوس راښکاره شوې دي.

د اچین ولسوالۍ د هغې سیمې اوسېدونکې چې بم پرې غورځول شوی وايي چې له جلدي، بصري او نورو ناروغیو کړيږي.

تر ټولو د اندېښنې وړ لا دا ده چې، د خلکو په خبره، د سوء شکله ماشومانو زېږون زیات شوی، عادي نمو نه کوي او د وجود له لحاظه کمزوري وي. د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي د بم له غورځول کېدو راهیسې د سوء شکلۍ په ناروغۍ اخته ۸ ماشومان وروړل شوي دي.

د سیمې خلک همداراز وايي چې فصلونه یې وچ شوي، طبیعي بوټې له منځه تللي او نور یې ځمکې د کرهنې قابلې نه دي.

د بم غورځولو پر مهال د امریکا او شمالي کوریا تاوتریخوالی روان و. لکه څنګه چې کارپوهان وايي، هغه مهال د دې بم له بېځایه استعماله ښکاري چې امریکا یوازې خپل ځواک ښوود. دا د بمونو د مور لومړنۍ تجربه وه. په صراحت سره ویلای شو چې امریکا دا بم د خپل ځواک ښوولو او تجربې په خاطر، پر بېوسه افغانانو پرېوتونکو اغېزو ته له پام پرته، وغورځاوه. د بم له غورځول کېدو سره سم امریکايي چارواکو لاپې پیل کړې او هڅه یې کوله خلک قانع کړي چې دا بم به د داعش پر وړاندې د دوی له مبارزې سره ډېره مرسته وکړي.

لکه څنګه چې تمه وه، کابل حکومت خپله ورځ د بم د غورځول کېدو د هرکلي په اعلامیو پیل کړه. حکومت (او امریکا) چې هغه مهال په شد ومد سره د دې بم په مثتبو اغېزو غږېدل، اوس دې لطفا د اچین خلکو ته، حداقل، ځواب ووايي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: