هلمند کې د شاتو مچیو د روزنې کاراوبار ښه پایله ورکړې ده

عزم(یکشنبه، ۱۰لیندۍ, ١٣٩٨ل): د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د شاتو د مچیو د روزنې کار او بار غوړېدلی او له مچیو څخه د شاتو ایستلو وخت هم رارسېدلی، چې د سلګونو فارمونو د مچیو حاصل له تېرو کلونو په نسبت سږکال ښه دی.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت د شاتو مچیو په تولید کې د تېرکال په پرتله شپږ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د الکو په خبره، د هلمند دکرنې ریاست په همکارۍ ددې ولایت بزګرانو او بڼوالو ته د شاتو مچیو روزنې ۴۰۰ فارمونه جوړ شوي دي، چې د زرګونه کیلو شاتو د تولید ترڅنګ یې مچۍ اوس دوه برابره تکثیر او زیاتې شوې دي.

د هلمند د کرنې رئیس وایي، چې په دې ولایت کې به سږ کال ۱۷.۵ ټنه شات تولید شي، چې د تېر کال په پرتله شپږ سلنه زیاتوالی ښیي. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په هلمند ولایت کې ۱۶ مټریک ټنه شات تولید شوي وو.

په دې وروستیو کلونو کې په هلمند کې د شاتو مچیو د ساتلو دود وده کړې او هغه شمېر کسان، چې په دې ولایت کې د مچیو فارمونه لري، وايي چې د شاتو مچیو په ساتلو سره یې تر ډېره برېده اقتصادي ستونزې هوارې شوې دي او له همدې لارې د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.

په دې ولایت کې د شاتو مچیو لرونکي وايي، چې د شاتو مچۍ په کم وخت کې توليد پیلوي او دغه راز د شاتو د مچیو ساتل د اقتصاد له پلوه د ارزښت وړ ګڼل کېږې، ځکه د شاتو مچیو په روزلو سره د زیات شمېر کسانو په ژوند کې مثبت بدلون راغلی دی.

د هلمند په سیمه‌ییزو بازارونو کې په منځنۍ کچه د یوه کیلو ګرام شاتو بیه ۷۰۰ افغانۍ ده. ددې ولایت شات د کابل په ګډون یوشمېر نورو ولایتونو کې هم پلورل کیږي.

په افغانستان کې د شاتو له مچیو په دوو فصلونو کې ګټه اخیستل کېږي، د اوړي منځ او د مني پیل کې. د افغانستان سوچه شات په کور دننه او له هېواده بهر په ميليونونه پېرېدونکي لري.

افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپيريال لري او دا ددې لامل شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.

په افغانستان کې د شاتو مچیو څه باندې ۲۱۳ زره او ۸۳۷ صندوقونه شته؛ خو افغانستان د شاتو مچیو د یو میلیون صندوقونو ظرفیت لري.

افغانستان کې د بدخشان، تخار، بلخ، هلمند، پنجشير، ننګرهار، پروان، کاپيسا، غزني او هرات ولايتونو شات د نورو سیمو په پرتله ښه دي.

د شاتو مچيو روزلو لپاره تر ډېره غرنۍ سيمې او هغه سيمې چې پاکه هوا، طبيعي بوټي او ګلان ولري غوره بلل کيږي، چې په يادو سيمو کې د روزل شويو مچيو شات تر نورو ښه کيفيت لرونکي او غوره شات دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: