د «ولسمشر» لوړ مقام او ټيټ حيثيت!

آبله ورځ ناوخته ماخوستن امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بادار – غلام له اصولو سره سم، په نا اعلان شوي سفر د باګرام پوځي اډې ته راورسېد، له خپلو پوځيانو سره يې وليدل او بيا يې زموږ «ولسمشر» هم خپلې پوځي اډې ته وروغوښت. که څه هم د ارګ ويندويانو خو ډېر په افتخار وليکل چې: رییس جمهور غنی با آقای ترامپ رییس جمهور ایالات متحده امریکا شام امروز در بگرام دیدار کرد. خو سمدستې د سوشل ميډيا پر مخ هغه ويډيو کليپونه هم راڅرګند شول؛ چې د امريکا پر وړاندې زموږ د «ولسمشر» له حيثيت څخه يې پرته پورته کړه. په ويډيو کليپونو کې ليدل کيږي چې زموږ «ولسمشر» له امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر معمولي جوړ تازه وروسته د ټرمپ له خوا ډيکه کيږي او شاته له امريکايي سرتېرو سره يو ځای ډېر عاجز دريږي، خدای ښه پوهيږي چې نور به يې لا څومره بې آبه کړی وي.

خير؛ دا خو د بادار او غلام تر منځ د اړيکو معلوم او ټاکلي اصول دي. حتماً به د بادار او غلام تر منځ توپير وي، خو له بده مرغه چې زموږ ډېر هېوادوال په دې تېر اېستل شوي چې اشرف غني رښتيا هم يو منتخب، سيال او خپلواک ولسمشر دی. زموږ دغه بېچاره هېوادوال د غربي رسنيو تر تأثير لاندې راغلي او ذهنيت يې اشغال شوی. مګر هغه څوک چې سالم عقل، سياسي بصيرت او پوهه لري، هغوی نو لا ډېر پخوا پوهېدل چې د امريکايي بادارانو پر وړاندې زموږ د ولسمشر او د امريکا يو عادي سرتيري تر منځ څومره توپير دی.

په هر صورت؛ اوس هم ښه شو چې غولېدلو هېوادوالو ته مو هم دغه حقيقت معلوم شو، اوس به ان شاء الله د ډېرو هېوادوالو ذهن خلاص شوی وي او د خپل «ولسمشر» خپلواکي او حيثيت به يې هم پېژندلي وي.

د يادونې وړ ده چې د ګډ حکومت د پارلمان پخواني وکيل او اوسنيو «ولسمشريزو» ټاکنو ته نوماند لطیف پدرام هم په دې اړه بشپړ قناعت حاصل کړی او په دې پوهېدلی چې افغان چارواکي د امريکايي بادارانو پر وړاندې څومره حيثيت لري. ښاغلي پدرام ليکلي: ټرمپ د دې هېواد د مشر په توګه خپل نوکر «اشرف غني» ته دستور ورکاؤ چې کوم ځای ودريږي، د امريکايي پوځيانو په منځ کې او که د ټرمپ تر شا؛ دغه کار يو اګاهانه او قصدي پيغام درلود، چې هغوی ته د کابل واکمنان د نانځکو په څېر حيثيت لري.

نوموړي ويلي: کله یې چې د ټرمپ آمرانه حرکات ولیدل یوځل بیا یې عقیده محکمه شوه چې ووایي د یوه اشغال شوي هیواد لپاره هیڅ بل مهم شی نشته پرته له دې چې د اشغال پر ضد مبارزه وکړي او د خپلې خاورې د آزادۍ لپاره ملا وتړي تر څو چې د ده په وینا د “اشغالګرو لاسونه ورلنډ کړي”. د ښاغلي پدرام په وينا: د ټرمپ دا چلند د هغو لپاره چې د افغانستان د استقلال او خپلواکۍ چیغې وهي لوی شرم دی او په خبره یې چې دلته ټاکنې او انتخابات هیڅ ارزښت نه لري او یواځې هغوی چې د امریکا خوښه وي واک ته رسیږي.

همدراز د سولې يو فعال «شفيع اعظمِ» هم اشرف غني ته په اشارې ليکلي: د غلامۍ يو بد خاصیت دا دی چې د غلام د ټول اخلاص باوجود د بادار چلند ورسره له توهین او تحقير ډک وي.

خدای دې وکړي چې د ټرمپ دغه چلند زموږ د هغو هېوادوالو لپاره د ويښتيا لامل وګرځي، کوم چې د تبلياتي رسنيو په سندرو ويده شوي او ذهنيت يې اشغال شوی.

ګران هېوادوال بايد په دې وپوهيږي چې کفار هيڅکله هم د مسلمان دوست کېدلی نه شي، نو ځکه خو دې دا هم درک کړي چې کفارو له تېرو اتلسو کلونو راهيسې زموږ له هېواد سره دا په ميلياردونو ډالره (مرستې) د خدای په رضا نه دي کړې، بلکې د دغو پيسو په بدل کې يې موږ ته نه بلکې د ځان لپاره يوه اداره جوړه کړې، دغه چارواکي يې ټول په پيسو اخيستي، دوی غلامان دي او د خپل بادار له خوښې پرته هيڅ هم نه شي کولی.

موږ ازاد يو، بايد هيڅکله د بل انسان غلامي ته غاړه کېنږدو، نو کله چې د کابل ادارې کارمندان تر دې حده بل واکه وي او د پرديو غلامان وي، بيا خو د ډېر تأسف ځای دی چې موږ د غلام غلامي ومنو.

لنډه دا چې ټولو هېوادوالو ته توصيه کوو چې په پټو سترګو د رسنيو تبليغاتو پسې مه ځئ، له خپل عقل څخه کار واخلئ، وګورئ چې حاکمان مو د چا په امر او کومې چارې تر سره کوي. کارونه يې وارزوئ، فعاليتونه يې تعقيب کړئ او بيا ووايئ چې چارواکي مو ازاد دي که غلامان؟!

ليکنه: سميع الله افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: