د احصایي ملي اداره: هیواد ته هرکال د ۷مېلیون ډالرو په ارزښت، ښکاري ټوپک واردیږي

عزم(شنبه، ۹ لیندۍ ،۱۳۹۸)د احصایې د ملي ادارې چارواکي وایي په کلنۍ کچه د څه باندې اووه میلیون ډالرو په ارزښت ښکاري ټوپک هیواد ته واردیږي.

د ادارې په وینا،  د روان کال تیرو شپږو میاشتو کې د ۲،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت دغه ټوپکونه هیواد ته وارد شوي چې لویه برخه یې له ترکیې، روسیې، ایټالیا، سلواکیا، چین ایران او پاکستان څخه راغلي دي.
د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي په دې هکله وایي چې د ګمرکونو د قوانینو او د تعرفه د لارښونې پر بنسټ له دغو مجازو ټوپکو ۱۶ سلنه ګمرکي تعرفه وضع کېږي.

دغه ټوپکونه چې بیه یې له سلو ډالرو پیلیږي، ځینې یې آن زرګونه ډالره قیمت هم لري چې مینوال یې په کابل ښار او نورو ولایاتو کې ورځ تربلې ډیریږي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، هغه شرکتونه چې د صادراتو او وارداتو جوازونه ولري کولی شي، هېواد ته ښکاري ټوپکونه هم وارد کړي او په دې برخه کې کوم ځانګړی محدودیت نه دی لګول شوی.
پر دې سربیره په کابل او نورو بازارونو کې د چاقوګانو، خنجرونو او نورو جګړییزو وسایلو پیر او پلو هم په پراخه پیمانه روان دی چې دې کار د جنایي جرمونو په زیاتوالي هم اثرښندلی دی..

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: