ټرمپ: د خپلوځواکونوشمیر کموم، طالبان غواړي یوه ریښتینې معامله وکړي

عزم(جمعه، ۸ لیندۍ ،۱۳۹۸)امریکایي ولسمشر ډونالډټرمپ چې په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی ویلي، غواړي له طالبانو سره د سولې یوه معامله وکړي او پر همدې اساس د خپلو ځواکونو شمیر هم را کم کړي.
نوموړي وویل، د سولې خبرې یې بیا پیل کړې او په وینا یې چې “طالبان غواړي چې یوه معامله وکړي. وګورو چې دوی دغه معامله څنګه کوي خو دا به یوه رښتینې معامله وي، دوی یوازې د دې لپاره دا معامله کول غواړي چې تاسو عالي کار کوئ. د همدې لپاره دوی غواړي یوه معامله وکړي.”

دټرمپ او غني وینا

د ټرمپ له راتګ سره اشرف غني هم د باګرام پوځي اډې ته احضار شوی وو او امریکا ته یې ډاډ ورکړ چې که پوځیان یې پریښودل بیا به افغانستان د نړیوالو ترهګرو په ځاله چې امریکا ته خطر وي،  نه بدلیږي.

د ارګ خبرپاڼه وایي، ټرمپ پر اوربند هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د تاوتریخوالي کچه باید راکمه شي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان ته دا دټرمپ لومړی سفر وه چې ترسره یې کړ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: