په ننګرهار او غور کې دوه لویې لارې جوړېږي

عزم(پنجشنبه، ٠۷لیندۍ, ١٣٩٨ل): د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي، د ۹۳۸میلیونه افغانیو په ارزښت هرات ته غځېدلی د غور سړک او د جلال اباد ښار د سړکونو د جوړولو تړونونه یې له بیا رغنیزو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.

د ترانسپورت وزیر یما یاري وايي، د غور سړک چې د هرات پر لور غځېدلى۱۱.۷ کيلومتره اوږدوالى او ۱۱متره پلنوالى لري چې دوه متره يې د سړک دواړه څنډې په بر کې نيسي، يو ۱۰۰ متره پل، په مختلفو برخو کې ۴۵ پلچکونه د 809,729,414.65 افغانيو په ارزښت د احداث ساختماني شرکت او افغان صداقت شرکت ته په ګډه قرارداد ورکړل شو او چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.

د یما یاري په خبره، دا پروژه د ختیځ او لویدیځ دهلېز سړک برخه ده چې مرکزي ولايات د يو بل سره نښلوي او د افغانستان حلقوي سړک سره يې نښلوي، د سيمې په نښلولو او د شرق ـ غرب تر منځ د واټن په راکمولو کې مهم رول لري.

همدارنګه د جلال اباد ښار سړکونه 9.3 کيلومتره اوږدوالى او په مختلفو سايزونو 10,7,6,5 پلنوالى لري او 29 پلچکونه، د 128,881,490 افغانيو په ارزښت يې قرارداد شرق افغان شاهين او روښانه سهار ساختماني شرکتونو ته ورکړل شول او چارې به یې په ۱۵میاشتو کې سرته ورسېږي.

«نوموې پروژې د ځانګړې اقتصادي او ټولنيزې ودې څخه برخمنې دي، د ځايي اوسېدونکو لپاره به د کار زمينه هم برابره کړي، د يادو ولاياتو د اوسېدونکو ټرانسپورټي ستونزې به ورسره حل شي او د بزګرانو لاس رسى به سوداګريزو مرکزونو ته اسانه کړي.»

هغه وویل،  د ټرانسپورټ وزارت د ياد وزارت د پروژو په اړه د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره يو معتبر سيستم رامنځته کړى چې له يوې خوا به خلک د پروژو معلوماتو ته لاس رسى ولري او د بلې خوا به د فساد مخه پرې ونيول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: