کابل کې د امریکا سفیر: له مدني فعالانو په زور اعتراف اخیستل جرم دی

عزم(چهارشنبه، ۶ لیندۍ ،۱۳۹۸)کابل کې د امریکا سفیر جان باس په خپلو ټویټري پیغامونو کې د ملي امنیت له خوا په لوګر کې د دو تنو مدني فعالانو نیول کیدل په سختو ټکو غندلي او دا یې ناوړه کړنه بللی دی.
دغه دوه کسان چې لوګر کې یې په ښوونځیو کې د پراخې جنسي ځورونې راپورونه خپاره کړي و، د ملي امنیت لخوا نیول شوي او په یوه اعترافیه وینا کې یې پر خپل کار پښیماني څرګنده کړې ده.
خو د امریکا سفیر ویلي، دا ویرونکې ده چې له هغو مدني فعالانو چې موخه یې د ماشومانو ساتنه ده په زور اعتراف واخیستل شي او په وینا یې چې  دا د شوري رژیم تکتیکونو ته ورته تکتیک بولي.

هغه زیاته کړې ده چې په دې هکله د بشري حقوقو د هغې اعلامیې طرفداری کوي چې له ملي امنیت یې د یادو کسانو د سملاسي پریښودلو غوښتنه کړې وه.

د جرمني او هالنډ سفیرانو او د بښنې نړیوال سازمان هم د یادو فعالانو نیول کیدل غندلي او د هغوی د ژر راخوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

بل لور ته اشرف غني هم په دې تړاو توند غبرګون خپور کړی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي دي چې ، «نن مې د یادې قضیې د پرمختګونو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو پر مهال، په دې برخه کې د ترسره شویو کړنو په اړه خپل مخالفت اعلان کړ او فوراً مې د ملي امنیت لوی ریاست ته لارښوونه وکړه چې په دې اړه خپل اقدامات ودروي، ځکه د مدنې فعالانو او بشري حقونو د مدافعینو د امنیت خوندیتوب د امنیتي ځواکونو مسوولیت دی.»

هغه زیاته کړې: دغه ډول ادعاوې باید لوی څارنوالي او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تر خپلو څېړنو او ارزونو لاندې ونیسي.
اشرف غني وایي، د پوهنې وزارت ته یې لارښونه کړی د لوګر ولایت د هغو سیمو په اړه چې پکې له زده کوونکو څخه د جنسي ناوړه استفادې ادعا موجوده ده، مفصل راپور وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې یادو فعالانو په یوه څیړنه کې چې د سلو ویډیوګانو په استناد یې خپره کړې وه ویلي وه چې د لوګر په ۶ ښوونځیو کې تر ۵۰۰ ډیرو زدکونکو باندې جنسي تیری ترسره شوی دی.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close