د سولې نغارې وهل او د هغې فعالان وژل، دوه متضاد عملونه

خط اول

خط اول 

د بیان د ازادۍ حق تقریبا په نړۍ کې هر قشر او هري طبقې ته د خپل مخالف په مقابل کې حاصل دی. خو برعکس زمونږ په هیواد کې تل د بیان د ازادۍ پر مرۍ پښه ایښودل شوې او د هغې د غږ د خپولو کوشش شوی دی.

د پخوا په پرتله د بیان پر ازادۍ نوره هم کړۍ راتنګه شوې او له کومه چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولي په اړه خبري پیل شوي دي، ورته عمل په مکرر ډول ترسره کیږي او هغه کسان په نښه شوي چې د سولي د راتګ هرکلی به یې کاوه او د هغې په لاره کې د پرتو خنډونو د لري کولو غوښتنه او هڅه به یې کول.

د یونیم کال په دې دورانیه کې د سولي له فعالانو څخه د ملا عبدالسلام ضعیف پر کور چاپه وهل، نظر محمد مطمئن د دوو میاشتو لپاره محبوسول، د حسن حقیار زخمي کېدل او د وحید مژده وژل شامل دي.

دا پیښي په داسي حال کې په هیواد کې ترسره کیږي چې هر ځای پولیس او امنیت والا قرار لري، خو تر اوسه نه کوم یوه قاتل نیول شوی او نه یې هم په اړه تحقیق او پلټني ترسره شوي دي.

ورته عمل د خلګو شبهات او شکوک د ملي امنیت او خپله حکومتي ادارو په اړه راولاړوي چې ګنې هغوی په دې کې ښکیل دي، ځکه په عامه ځایونو کې د خلګو وژل ترسره کیږي خو قاتل په ارته پښه ځي او له سیمي ځان باسي. دا خپله د حکومت پر ټنډه سوالیه داغ بولي او اندېښمن دي چې حکومت له یوه لوري د سولي شعارونه ورکوي خو له بل لوري هره هغه مرۍ خپه کوي چې د سولي غږ ترې راوزي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ملي امنیت ته په خطابي وینا کولو سره ویلي چې خپله بې طرفي دي وښيي او خپل نوم دي د نورو د سیاسي او شخصي ګټو او اهدافو لپاره په سوله ضد کړنو سره نه بدوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close