بښنې نړیوال سازمان: ملي امنیت دې  په لوګر کې د”بچه بازۍ”افشاګر خوشی کړي

عزم(دوشنبه، ۴ لیندۍ ،۱۳۹۸)وروسته تر هغه چې په لوګر ولایت د مدني ټولنې یوه مخکښ فعال موسیٰ محمودي  د دغه ولایت په ښوونځیو کې د جنسي تیریو له بوږنونکو ارقامو پرده پورته کړه، تازه د نوموړي کورنۍ ادعا کوي چې هغه له تیرې چهارشنبې راپه دې خوا تري تم شوی او په کابل کې له یوې شنې امنیتي سیمې نامعلوم لوري ته وړل شوی دی.
سرچینې وایي، د مدني ټولنې دغه فعال ته د ملي امنیت له آدرسه ګواښوونکي پیغامونه استول کیدل او په تلیفوني اړیکو کې هم په مرګ ګواښل کیده.

سرچینه زیاتوي، له نوموړي سره یوځای د احسان الله حمیدي په نوم یو بل فعال هم نیول شوی، چې د بچه بازۍ اړوند څیړنه کې یې ورسره مرسته کړې وه.

د همدې پیښې په تعقیب د بښنې نړیوال سازمان تازه اعلامیه خپره کړې او له ملي امنیت یې غوښتي تر څو دواړه فعالان هر څومره ژر راخوشي کړي.
سازمان وايي د دې پر ځای چي افغان حکومت د بشر د حقوقو دا فعالان بندیانوي، هغوی يې باید تقدیر او ستایلي وای.
د سازمان په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې دواړه فعالان د سختې شکنجې له ګواښ سره مخ دي او که ژر راخوشي نه شي د مرګ ویره یې ده.

سرچینه وایي، چې ښاغلی موسی محمودي او احسان الله حمیدي افغان استخباراتو د نومبر پر ۲۱مه نیټه هغه مهال ونیول باندي، کله چې هغوی کابل ته روان وو او غوښتل يې د اروپايي اتحاد له سفیر سره ملاقات وکړي.
بل لور ته پخواني ولسمشر حامد کرزي هم نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې که دا کسان د ملي امنیت له خوا نیول شوي وي، باید ژر تر ژره پریښودل شي.

د یادونې وړ ده چې څو اونۍ وړاندې د ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې د یادو مدني فعالانو د څیړنو په حواله راپور ورکړی وو، چې د لوګر ولایت په ګڼو ښوونځیو کې د ښوونکو، زورواکو کسانو او نورو ملګرو لخوا په سلګونو زدکونکي په جنسي توګه ځورول شوي دي.
ګارډین ویلي وو، وروسته تر هغه چې د نږدې سلو ماشومانو ویډیوګانې په فسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، د دغه ولایت ځوانان او ټولنیزې مؤسسې د دې کار د مخنیوي لپاره لاس په کار شوې او دا موضوع یې رسنیزه کړه.
راپور زیاته کړې،  ګڼو هغو ماشومانو چې ویډیو ګانې یې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې یا ځان وژنه کړې یا هم د کورنیو لخوا وژل شوي دي.
ګارډین د تمیم( مستعار نوم) په نامه د یوه زدکونکي له قوله ویلي، هره ورځ به د ښوونځي سرښوونکي “سرمعلم” یو ماشوم د رخصتي پرمهال خپلې شخصي خونې ته باله او له هغه سره به یې دا ناوړه کړنه ترسره کوله.
نوموړی زیاتوي، که څه هم مدیر له دندې ګوښه شوی، خو هغه اوس د پوهنې وزارت کې لوی چارواکی دی.
ګارډین د زدکونکو له قوله ویلي چې ښوونکو یې ورته ګواښ کاوو، که یې دا ناوړه کار ورسره ونه کړ، په آزمویینه کې به یې ناکام کړي.

ورځپاڼې د ځایي خلکو له قوله ویلي، چې تر اوسه پنځو کورنیو خپل ماشومان دهغوی د لوڅوفلمونو د خپریدو له امله وژلي دي.

په پوهنیز سکتور کې داسې مهال د جنسي فساد اوازې خپریږي، چې د ارګ په ګډون په ټولو حکومتي بنسټونو، روغتیایي ادارو، امنیتي لیکو، ژورنالیستیکو ډګرونو او نورو اداراتو کې د کم عمره نجونو او هلکانو جنسي ځورول عادي چاره ګرځیدلې او تیرو پنځو کلونو کې دا کچه خورا لوړې درجې ته لوړه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close