د نايجيريا پوځ د بوکو حرام له منګولو د ۱۷۸ تنو د راخلاصولو دعوه کوي

380729-BOKO-1438579871-597-640x480

ابوجا(عزم: دوشنبه،۱۲ زمری ـ۹۴ ل)

د نايجيريا پوځ ويلي دي چې د وسله والې ياغې ډلې بوکو حرام له منګولو څخه يې ۱۷۸ تنه تښتول شوي نايجريايان راخلاص کړي.
د نايجريا د پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دغه هيواد په شمالي رياست بورنو کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د بوکو حرام له منګولو څخه ۱۷۸ تښتول شوي نايجريايان راخلاص شوي دي.
په راخلاص شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
خو دا لا مالومه نه ده چې په دغو راخلاص شويو کې د تېر کال د نايجيريا له يوه ښوونځي څخه  تښتول شوي زده کوونکي هم شامل دي که نه ؟
د پوځ په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي چې په دغه عملياتو کې د بوکو حرام يو قومندان او څو سيمې هم نېول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې په نايجيريا کې بوکو حرام وسله واله ډله ده چې د  نايجيريا د دولت په خلاف جنګ کوي چې تر اوسه د دوی او د دولت ترمنځ په جګړو کې په زرګونو تنه وژل شوي دي.

دبوکو حرام ډلې تر اوسه په دې اړه  څه نه دي ويلي.
عبداللطيف نظيف

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close