مالیې وزارت: دولتي تصدۍ پر دولتي شرکتونو بدلېږي

عزم(شنبه، ۰۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د دولتي شرکتونو د نوي قانون پر بنسټ، د روان کال د لیندۍ میاشتې له دېرشمې نېټې وروسته به، په هېواد کې هېڅ دولتي تصدي فعالیت ونه لري او ټولې تصدۍ پر دولتي شرکتونو بدلېږي.

 د مالیې وزارت اداري مرستیال، پر دولتي شرکتونو باندې د دولتي تصدیو د بدلېدو موخه؛ د شرکتونو پرځان بسیاینه او عایداتي کول وبلل.

د مالیې وزارت اداري مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ وايي، په تېر کې د عوایدو د زیاتوالي په برخه کې د دولتي شرکتونو او تصدیو ونډه څه باندې ۶۰ سلنه وه، چې اوس دغه کچه له یوې سلنې څخه هم کمه شوې ده. هغه ټینګار وکړ، چې د دولتي شرکتونو د نوي قانون پر بنسټ، ټول دولتي شرکتونه باید پر خپل ځان بسیا شي، عواید ولري او له هغو څخه خپل لګښتونه پوره کړي.

د ځدراڼ په خبره، په یو شمېر دولتي شرکتونو لکه آریانا او باختر هوایي شرکتونو کې اصلاحات روان دي، چې مثبته نتیجه یې ورکړې ده. هغه دغه راز د تقاعد د خزانې په برخه کې د پرمختګونو په اړه وویل چې د روان کال په پیل کې دغه څانګه مالیې وزارت ته لېږدول شوې او له لېږدېدو سره سم پکې پراخ اصلاحات هم پیل شوي دي.

همدارنګه د مالیې وزارت اداري مرستیال وویل، په پام کې ده چې په مرکز او ولایتونو کې ټول متقاعدین بایومټریک شي څو په دې برخه کې د فساد د شتون په اړه شکایتونه له منځه لاړ شي.

 ځدراڼ وویل، په روان کال کې د یاد وزارت د کارکوونکو د فساد ۴۱ دوسیې چې د جعل کارۍ او ناوړه ګټې اخیستنې شک پرې کېده؛ عدلي او قضایي بنسټونو ته لېږل شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close