چین: د خرو له پوستکي د درمل جوړولو مسئلې د دې حیوان د ورکېدو اندیښنې زیاتې کړې

راپور وایي، د کلنۍ محاسبې له مخې په چين کې هر کال د یادو درملو د توليد په صنعت کې د پنځو ميليونو خرو له پوستکو څخه کار اخیستل کيږي.

عزم(شنبه، ۲ لیندۍ ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې د چین هیواد روغتیا پوهانو د خره له پوستکي د یو ډول درملو جوړولو هڅې پیل کړې او د دې لپاره یې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د دغه حیوان قاچاق پیل کړی؛ تازه اندیښنې پیدا شوې چې ښایي د خرو نسل راتلونکو ۵کلونو کې نیمایي ته راښکته شي.

د Donkey Sanctuary يا د خرو د حفاظت په نوم يوه بريتانوي سازمان راپور خپور کړی چې چينايي سوداګر د درملو د توليد له پاره د خرو پوستکي له آسيايي، افريقايي او د لاتينې امريکا هيوادونو څخه واردوي چې له امله یې په ورستيو کلونو کې په چين کې د خرو د پوستکو تجارت، پر يو ګټور کاروبار باندې اوښتی دی.

د خرو د څارنې سازمان شمیرې ښیي چې اټکل کیږي، اوس مهال په ټوله نړۍ کې د دغه حیوان شمير نژدې ۴۵.۸ ميليونه وي، چې د چین له خوا د دې قاچاق سره به داشمیر نیمایی ته راښکته شي.

چینایي روغتیاپوهان، د خره په پوستکي کې له شته جلاتين مادې څخه د «ايجیاو» په نوم درمل جوړوي چې د کريم په ډول کیفیت لري او خلک یې په پراخه کچه خوښوي.
دغه درمل د هر ډول سخت زکام او ريزش سملاسي او اوږدمهاله مخنیوی کوي او دغه راز د مخ د ګونځو يا په جلد کې د عمر د ډيروالي اثرات رامنځته کوي، تر څنګ یې ډاکټران د نورو مختلفو ناروغیو لپاره هم د کارونې لارښوونه کوي.
راپور وایي، د کلنۍ محاسبې له مخې په چين کې هر کال د یادو درملو د توليد په صنعت کې د پنځو ميليونو خرو له پوستکو څخه کار اخیستل کيږي.

د راپور په وینا، ډیری وخت دغه حیوان تر قرباني کیدو او پوستکي ترلاسه کولو وروسته همداسې صحراوو کې غورځي، چې له امله یې د ناروغیو د خپریدو احتمال هم زیات وي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close