د ارزګان یو شمیر سرتیري: له ۷ میاشتو راهیسې مو تنخواه نده اخیستې

 

عزم(سه شنبه، ۲۸ لړم ۱۳۹۸): د ارزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ یو شمیر سرتیري شکایت کوي چې له تیرو ۷ میاشتو راهیسې یې تنخواوې ندی اخیستي.

دغه سرتیري څوارلس تنه دي چې د اروزګان امنیه قومندانۍ مخته راټول شوی وایي چې د دوی تنخواوې لوړپوړو چارواکو خپلو شخصي جیبونو ته اچولي او وایی چې مونږ ته دې هغه کس راوښودل شي چې خپل حق ترې واخلو.

د یادو کسانو په منځ کې د خاص اروزګان ولسوالۍ امنیه قومندانۍ پخوانۍ مرستیال هم شامل دی او وایي چې د حوارلس سرتیرو تنخواه او اعاشه یې له تیرو ۷ میاشتو راهیسې نده ورکړې.

په دغو لاریونکوونکو د پولیسو د کورنۍ ځینې غړی هم ګډون لري او وایي چې لوړپوړي چارواکي دې یې د دوی په تنخواوو خپل جیبونه نه ډکوي.

د اروزګان امنیه قومندان محمد خطاب سنګري دا مني چې د دغو او یو شمیر نورو سرتیرو معاشونه یقینا نه دي ورکړل شوي خو هغه وایي تر ده وړاندې نورو چارواکو د دوی معاشونه اخیستي او وایي چې هڅه به وکړي د دوی حقوق ورکړل شي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هم په ګڼ شمیر ولایتونو کې پولیس او د اردو سرتیري د معاشاتو د نه ورکولو خبر ورکړی دی چې څو ورځې وړاندې په میدان ښار ولایت کې یو شمیر سرتیرو ویلي وو آن دریشي هم په خپلو پیسو اخلي، د موټر تیل نه ورکول کیږي، تنخواه نه ورکول کیږي او نور حقوق یې تلف کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close