توره د لالا وهي ډوډۍ د عبدالله!

توره د لالا وهي ډوډۍ د عبدالله!

لیکوال: خالد ځدراڼ

د پسرلي د لومړۍ څپې له پیل سره سم طالب قطعاتو په ننګرهار او کنړ کې د داعش ډلې په خلاف پریکنده عملیات پیل کړل، دې بدبختې ډلې ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، سیمې یې ترې تصفیه کړې او ددوی مرکزونه کاملاً له بینه یوړل

که څه هم ولس پدي ښه خبر وو چې د کابل ادارې جوزجان ولایت کې دوه کاله مخکې د داعش ډلې همکارۍ ته غیر مستقیم ټټر وهلی وو او هلته یې د طالبانو له محاصرې لسګونه داعشیان ژغورلي وو. د تیر په څیر یې کونړ، ننګرهار کې هم د داعش ژغورلو په خاطر دولتي ځواکونو هوایي او زمیني بمونه وورول خو الحمدالله د طالبانو د سخت غبرګون سره مخ شول او کلکه ماته یي وخوړه.

یوه ورځ زه خپله کونړ منوره ولسوالۍ کې موجود وم، د ماښام تروږمۍ د کونړ د دنګو غرونو سرونه په خپله منوره غیږ کي پټ کړي وو، د ملګري په کور کې ډوډۍ ته ناست وو چې ناڅاپه فضاء څرخکو او بنګنو له شوره ډکه شوه موږ ته د کور خاوند را منډه کړل ویل یې چاپه راغله زرکوی ځئ بهر د غرونو لمن ته لاړ شؤ، تر څو ددې ظالمانو څخه په امن کې وو. ما ور غبرګه کړه نه لالا موږ څه ګناه کړی، موږ خو عام خلک یو؟

د کور څیښتن راته وویل نه خالد صیب دلته د غني داړه ماران دا نه ګوري چې ته څوک یې؟ هغوی د امریکایانو په امر چې هر انسان په مخه ورځي د پنجاپي د ټاپې لاندې یې پر تندي ټوپک ور کیږدي او له منځه یې وړي!

موږ هم بله خبره ونه کړه په منډه مو ځانونه د غره لمن ته ورسول او ټوله شپه مو یخه غرونو کې تیره کړه، د شپې په نیمایي کې به د بنګنو له درز څخه یو عجیب او دهشتناک شور غرونو کي جوړ شو او ورپسې د پېکاګانو اوازونه او ګولیو د غرونو پر سرونو پړکا کوله د سهار له رڼا سره ورو، ورو د څرخکو اوازونه هم ورکیدل بلاخره سهار شو، چاپه لاړه موږ هم له غرونو راښکته شوو کلي کې مو چې پوښتنه وکړه چاپه چرته وه؟ کلیوالو وویل چې هغه پورې غاړه بله ولسوالۍ شیګل کې د طالبانو خلاف د داعشیانو پر خط وه موږ کوشش وکړ چې هغې ولسوالۍ ته ځانونه ورسوو کوم ځای کې چې ګډو ځواکونو چاپه وهلي وه، کونړ کې اکثره سیمو کې سرکونه نشته خلک یې اکثریت پیادل مزلونه کوي موږ هم د شیګل په طرف پیادل مزل شروع کړ، بلاخره مازدیګر وخت هغه کلي ته ورسیدو د کوم کلي سره خواکې چې ګډو ځواکونو د داعشي ملیشو پر خط چاپه وهلي وه له کلیوالو مو وپوښتل بیګه دلته افغان عسکرو د امریکایانو سره یو ځای عملیات وکړل څنګه تاسو ته خو پکې کوم زیان نه وي راسیدلی؟

کلي کې یو قومي مشر حاجي شیر ګل ګمان وکړ چې شاید کوم خبریال وي راته ویې ویل نه وروره دلته هغه شان عملیات نه وي کوم چې په هلمند، غزني یا نورو ولایتونو کې تر سره کیږي دلته د چاپې په شکل راشي داعش ډلې ته اکمالات او مهمات ورکړي او د خلکو د غولولو په خاطر د غرونو پر سرونو بمبار وکړي چې ګواکي موږ په د ډله عملیات وکړل، سهار بیرته لاړ شي! زه هم حیران شوم د یو څو نورو کلېوالو مې هم پوښتنې وکړې هغوی هم راته دا جواب راکړ.

د سیمې د طـالبانو سره مو هم ولیدل د هغوی جواب هم د کلي د اوسیدونکو په شان و، یو طـالب قومندان د مولوي صیب حمزه په نامه و هغه راته وویل، موږ چې کله هم دلته داعشیان د ماتې سره مخامخ کړي نو هر وخت یې امریکایي الوتکې د نجات لپاره راغلي دي لکه څرنګه چې نن تاسو په خپلو سترګو ولیدل او شاهدان یې یاست.

راځو ننګرهار کې د داعش ماتې ته!

موږ وینو چې د داعش ملېشو لسګونه سرتیری د دولت سره د تسلیمۍ تر نامه لاندې یو ځای کیږي او هغه سرتیري بیرته بل ځای کې د طالبانو سره په مخامخ جګړه کې را ښکاره کیږي، نږدې ورځې ددې شاهدې وې چې ننګرهار کې لسګونه داعشي ملېشې د دولت سره یو ځای شوې او دولت به ادعا کوله چې زموږ د عملیاتو برکت وو خو انعکاس راډیو ته خپله تسلیم شوو داعشیانو وویل چې موږ د طـالـبانو له بریدونو په تنګ شو او دولت ته مو پنا راوړه! د نن خبر دی چې طـالبانو له ننګرهار څخه په مکمله توګه داعشي ټغر د ورټولولو خبر ورکړ طـالـب ځواکونو د الله ج او ولس د دفاع په خاطر له هیڅ قربانۍ څخه سپما ونکړه او په عملي ډګر کې یې ثابته کړه چې طـالبان هیڅ زوراور دلته نه مني او په هر ډګر کې به له خپل ملت څخه دفاع کوي.

تیره ورځ مې چې د رسنیو له لارې خبر واوریدو چې دولتي ځواکونو ادعا کړي چې ننګرهار کونړ کې یې داعش مات کړی، او پاتې یې دوی ته تسلیم شوي. نو حیران شوم او سمدستي د پښتنو دغه مشهوره خبره ذهن ته راغله «توره لالا وهي ډوډۍ د عبدالله» مال ته دا بې شرمه او فاحشان وګوره د مېلیونو ولس پر وړاندې بار، بار سپین سترګي کوي او د ولس سترګو ته خاورې ورشیندي، د ملت پر ستوني یې پښه ایښي هر څوک چې حقه خبره وکړي ځای یې پلچرخي یا بګرام زندانونه وي.

خو ان شاءالله لکه څرنګه چې دداعشی فتنه ګرو له وجود څخه د ننګرهار پاکه خاوره پاکه شوه همداشان به د ټول افغانستان پاکه خاوره له امریکا او ددوی د ملګرو له پلیتو وجودونو څخه پاکیږي.

ان شاءالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close