فلسطیني مقاومت د اسراییلي بریدونو غچ کې تل ابیب په لسګونو توغندیو ویشتی

عزم (سه‌ شنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۸): اسراییلي پوځ نن سه شنبه په غزه او د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د جهاد اسلامي او سرایا القدس ډلو پر دوو مشرانو هوايي بریدونه کړي، چې په غچ کې یې د فلسطین مقاومت د تل ابیب په ګډون ځینې اسراییلي ښارونه په توغندیو ویشتلي دي.

د سوریې دولتي ټلوېزون ویلي چې تېره شپه په پلازمېنه دمشق کې د لبنان سفارت ته څېرمه پر یوه ودانۍ باندې په برید کې دوه کسان قتل او ۶ نور ژوبل شوي دي. ویل کیږي دا کور د فلسطین د جهاد اسلامي ګوند د سیاسي څانګې د یوه مشر اکرم العجوري و، چې په دې برید کې یې یو زوی وژل شوی دی.

له دې سره هممهاله، د اسراییلو پوځ ویلي چې په غزه کې یې پر یوه ودانۍ باندې په هوايي برید کې د سرایا القدس مخکښ قومندان، بهاء ابو العطاء، وژل دی. بهاء ابوالعطاء د غزې په شمال کې د سرایا القدس ډلې قومندان و.

بهاء ابو العطاء
بهاء ابو العطاء

د دې دوو هوايي بریدونو په غچ کې د فلسطین مقاومت د اسراییلو د پلازمېنې تل ابیب په ګډون څو نور ښارونه په لسګونو توغندیو ویشتلي، چې له امله یې ښوونځي او نور مرکزونه تړل شوي دي.

RFERL

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: