په شبرغان کې د طبیعي غاز څخه د برېښنا د تولید دستګاه فعاله شوې

عزم (سه‌شنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي، په شبرغان ښار کې د لومړي ځل لپاره د طبیعي غاز څخه د برېښنا د تولید فابریکه په آزمایښتي ډول فعاله شوې ده.

د دوی په خبره، د طبیعي غاز څخه د برېښنا تولید یاده دستګاه چې د (۴۰) مېګاواټه د بريښنا تولید ظرفیت لري او پانګونه يې د بیات پاور له له‌خوا پرې شوي، د برېښنا په تولید پیل وکړ.

د یاد وزارت ویاند عبدالقدیر متفي وايي، د نوموړې فابریکې تولیدي برېښنا به د سرپل، جوزجان او فاریاب ولایت زرګونو کورنیو ته ورکړي، چې اوس‌مهال برېښنا نه لري. «دا دستګا له طبیعي غازو څخه د ۴۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظریفت لري، په فعالیت پیل وکړ، د دې دستګاه چارې په شبرغان کې «بیات پاور» له‌خوا پر مخ وړل کېږي، چې د برېښنا وېش به یې په شبرغان، سرپل او فاریاب کې وشي.»

دی وايي، پر دغه فابریکه ۱۲میلیونه امریکايي ډالر پانګونه شوې ده، چې د اسیا پراختیايي بانک هم پکې مرسته کړې ده.

افغانستان اوس‌مهال یوازې ۳۰سلنه برېښنا تولیدوي، چې ۷۰سلنه برېښنا له ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه واردوي او هر کال ۲۵۰میلیونه ډالر د برېښنا د لګښت پیسې وي.

په افغانستان کې د اوبو، لمریزې، بادي او د طبیعي غازو څخه د برېښنا د تولید سلګونه سرچینې شته؛ خو افغان چارواکي ډېره تکیه پر وارداتي برېښنا کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close