دا کتاب مه لولئ!

نبیل افغان:

هو که د شپږم حس په ژبه نه یاست پوهه ، نو مې لولئ! دلته په کتاب کې دسرو شونډو، سپين اننګیو، زلفو او دشرابو دمستئ او دهوس دسړېدو کېسې نشته.
ددې کتاب انځورګر دلته یو بل شانتې عشق انځور کړی دی، دلته د دار عشقان دلته دزولنو لېوني ، دلته په اور کې مسکا زه نه پوهیږم چې څرنګه یې تعبیر کړم،
مقصد دلته دیوې رضا لپار عاشقان سل ځله ژوند غواړې اوسل ځله بیا په اور ځان کبابوي.
ددې حسینو عشق ته سړی حیران شي، نه پوهېږم ددې عاشقانومعشوق به څومره ښکلی وي ، دوی تر هر څه انتظار سخت دی، دوی ژر غواړې چې ځان تر بل هر ملګري ژر ټوټه ټوټه کړي.
دوی له خپل محبوب سره سودا کوي، دخپل ژوند سودا درښیم ! دوی دهغه رضا غواړې او ابدي ژوند خپلوي.
دوی وایي: مونږ له مرګ سره دمیني لوظ کړی ـــــــــــ ځه نیمګړې زندګۍ بلا دې واخلم
دوی دمحبت بدله په حساب نه بلکې په رضا غواړي!
داکتاب ترهغو مه لولئ! څو شېبې دخیال نړئ ته ولاړ شئ، ځان خبیب رضی الله تعالی عنه فرض کړئ، دار ته وخېژئ او وخاندئ او دا شعر هم زمزمه کوئ :
لست ابالي حین اقتل مسلما ـــــــــ علی ای جنب کان فی الله مصرعې
هو که غواړې چې کتاب وګورې له ځانه بیګانه شه څو شېبې له ځانه ورک شه خپل ټول نفسي خواهشات هېر کړه.
لکه دې شاعر غوندې:
((خدایه امېل داستشهاد مې له ګرېوانه ووځي ـــــــــــ مایې ملګری دکتار کړه ستا په پاکه مینه .
همدې مدار ته داستشهادښکلا دومره زړه راښکونکې ده چې دهمدې ښکلا لرې کېدل له خپله ځانه دخپل ځان لرې کېدل ګڼي.))

ما چې صرف دکتاب نوم او پښتۍ ولیده ډېره مې ورته تلوسه شوه، له هغه ملګرې ډېره مننه چې ماته یې د پي ډې ایف په بڼه کتاب راولېږی.
ما( دخبیب له داره دمعاصر استشهاد تر مداره )کتاب وکوت دومره په مینه مې وکاته چې صرف یو دماښام لمونځ مې پکښې وکړ.
کتاب په اړه په خپله تعبیر هم حیران دی چې څه ووایې، ځکه دا ددې عشق لاروي پخپله لیکلی دی.
په کتاب کې مې تر ټولو هغو ټکو ډېرې سترګې رانمجنې کړې چې څه وخت دیو خبیب رضی الله عنه دلارې لاروی دخپل محبوب ودېدار ته په ډېره تلوسه ور روان وي، بس صرف دار يې په اور بدل کړی دی((رهبر یې راغلئ: قاري صیب ! ځان تیار کړه! ډېره ناوخته شوه! ما ورته کتل ، دجومات دمحراب په لورې ورغی، خپل رب ته یې دلمانځه نیت وتاړه، دوه رکعته لمونځ یې ډېر لنډ وکړ وروسته یې دعا ته لاسونه لپه کړل، ما فکر کاوهچې لکه دشپې دتیارې به اوږده شېبه دعا وکړي، خو ډېر ژر یې لاسونه په مخ راتېر کړل ، لکه چاته چې خپل ارمان وریادوي.
ما له ځان سره وویل چې اخ خبیبه ! ستا به څ،مره تلوسه وه ؟ ته به په کوم ډاډ دار ته روان وې؟ تابه کوم احساسات درلودل؟…))
کتاب وګورئ ! خو له پورتنیو توصیو سره .

د کتاب د ښکته کولو لپاره دلته کلیک وکړئ 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close