میدان وردګو خلک: علیپور په خورا بې رحمانه توګه د ملکیانو قتل عام پیل کړی

عزم(سه شنبه، لړم ۲۱ ،۱۳۹۸)دمیدان وردګو لسګونو اوسیدونکو تیره ورځ پلازمینه کابل کې د یوه اعتراضیه لاریون په ترڅ له حکومت څخه وغوښتل چې هزاره خپلسری قوماندان علیپور خالي سلاح او د خپلو جرمي کړنو له امله یې مجازات کړي.
لاریونوالو ویل، علیپور په دې وروستیو کې د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې یو عادي کس له نیول کیدو وروسته په خورا بې رحمانه توګه، ټوک ټوک کړی او وژلی یې دی.
خلک وایی، علیپور د ژبې او قوم په نوم خلک ځوروي او هغوی چې پښتانه وي له کوم جرم پرته ترې مالونه په زور نیسي، چور تالان کوي یې او آن تر وژلو شکنجو او نورو جنایي کړنو پورې یې ځوروي.

د حاجي صاحب الدین په نامه یوه لاریونوال وویل، څه موده وړاندې د علیپور ملیشو له دریو ملګرو سره یوځای نیولی وه او په یوه تشناب کې یې څو ورځې ساتلی وه چې تر سختو شکنجو ورکولو وروسته یې راخوشی کړی دی.
د لاریون کونکو یو مشر ملاخیل وویل، علیپور د میدان وردګو له ولسونو د باج اخیستو تر څنګ د هغو عام المنفعه پروژو مخه هم نیسي چې دغه ولایت کې د حکومت له خوا پلې کیږي.
دوی وایي، له علیپور سره وسلې د دولتي ځواکونو دي او چارې ټولې په قومي او توکمیزه بڼه مخته وړي.
د یادونې وړ ده چې قوماندان علیپور د “مقاومت جبهې”په نوم یوځانګړی وسلوال ګروپ لري او خپله ظاهري موخه د میدان وردګو د دویم نمبر لویې لارې چې د بهسودو او جلریز ولسوالیو څخه بامیانو ته غځیدلې، ساتنه یادوي.
حکومت څومیاشتې وړاندې نوموړی نیولی وو، خو د اشرف غني د دوهم مرستیال سرور دانش په مستقیم دخالت سره بیرته له بنده خوشې او یوځل بیا یې خپلسري کړنو ته لاس واچاوو

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close