د ۶۰ زره مسجدونو معمار د بابري مسجد په اړه ګونګ پاتي دی

ابوبکر مهاجر

مسجدونه اسلامي مقدسات او د اسلام له سترو شعائرو څخه دي. په شریعت کې د مسجد د تعظیم کولو امر شوی او د هغه پر ودانولو د ډېر اجر او ثواب ژمنه د پروردګار کریم له لوري شوې ده. په یو حدیث شریف کې راځي چې څوک چې د الله تعالی د رضا لپاره مسجد جوړ کړي، الله تعالی به د هغه لپاره په جنت کې کور جوړ کړي.

لکه څنګه چې مسجدونه له اسلامي شعائرو څخه شمیرل کیږي، داسي د اسلام پر هر دعوه ګیر باندې لازمه هم ده چې د هغه ساتنه وکړي او له ناولو لاسونو څخه یې په امن کې وساتي. د اسلامي پاچاهانو او واکدارانو دا وجیبه ګرځي چې د الله تعالی دغه مبارک کورونه په شان او عظمت کې وساتي او هیڅ یو ځواک پرېنږدي چې زیان ورته ورسوي. هغو ته په ناولي نیت سره ورغځېدونکی هر لاس غوڅ کړي او اجازه ورنه کړي چې څوک یې برم راواچوي.

دې لنډو کې د هند حکومت د هغه بابري جومات په اړه پرېکړه وکړه چې مندر دې پر ځای ودان شي، له کوم څخه چې له ۱۶ پیړۍ راهیسي د تکبیر مبارک غږونه اوچتېدل او د مسلمانانو د هیبت، شان او عظمت یوه ستره نښه بلل کېدل. د هند د حکومت دا پرېکړه خورا ظالمانه، بې رحمانه او د ټول مسلمه امت سره ستره جفا او د هغوی پر زخمونو د مالګي دوړولو په معنی ده.
هند یو زمونږ له ګاونډي هیوادونو څخه بلل کیږي او ولسمشر ورسره خورا ښې اړیکي لري، همداراز تر ډیرو ګاونډي اسلامي هیوادونو اولویت او فوقیت ورکوي. ولسمشر چې په هیواد کې د ۶۰ جوماتونو د جوړولو دعوه ګیر دی، د دې ستر اسلامي او تاریخي مسجد په هلکه یې پر دې ظالمانه پرېکړه هیڅ اوښکي توی نه کړې او نه یې هم اقلا په لفظي څو ټکو وغندل. له خپل خواږه او صمیمي دوست څخه یې دا ګیله هم ونه کړه چې دادي نه یوازي د هند بلکي ټولي نړۍ د مسلمانانو سره ډېره ستره جفا وکړه.

له ولسمشر څخه مي پر دې زیاته ګیله وشوه، سخت ترې زړه ماتی شوم او په وار وار دا فکر راته دریږي چې زمونږ د یو اسلامي هیواد ولمسشر څنګه د اسلامي مقدساتو په اړه داسي خاموش پاتي کېدای شي؟ هغه خو یو مسلمان هیواد ته منسوبیږي، نو د دې تقاضا هم داده چې د نړۍ په هر ګوټ کې چې اسلام یا مسلمانانو ته زیان رسیږي نوموړی یې باید اقلا په ژبه خو وغندي او د هغه حدیث له رویه چې من رأی منکم منکرا فلیغیره بیده، فان لم یستطع فبلسانه، فان لم یستطع فبقلبه و ذالک اضعف الایمان. که یې په لاس نشي منع کولی، په ژبه خو یې باید منع کړي او ویې غندي.

خو بیا چې کله فکر وکړم چې بابري جومات خو په هند کې دی، دا ولي نه ګورو چې زمونږ په خپل هیواد کې څومره جوماتونه بمباریږي او څومره مسجدونه د نوموړي د خپلو هغه پوځونو له لوري ورانیږي کوم چې د شپې د خلګو د کورونو تر څنګ د الله کورونه هم په بمونو الوزوي. نوموړي خو دلته د هغو د منع کولو او غندلو تکلیف لا ندی کړی، کوم چې نه یوازي د ده په وسه دي، بلکي د ده تر واک لاندې ترسره کیږي. نو مي ګیله ختمه شي او داسي ووایم چې دا زمونږ ولسمشر نه دی، بلکي د هغو له لوري راوستل شوی او ټاکل شوی دی، چاچې له لومړۍ ورځي د اسلام د خرابولو ادرس او نقشه ورکړي دي او هغه د شپیتو زره د مسجدونو د ابادولو خبري یې تشي لاپي او اوتي بوتي دي چې په دې رنګه د ساده لوحه ملت په سترګو کې خاوري شیندي او خلګ پرې تیر باسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close