د اداري فساد له امله د هرات د ګمرک عواید ۳۰سلنه کم شوي

عزم (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د هرات د ګمرک چارواکي وايي، په دغه ګمرک کې د اداري فساد له امله یې عواید ۳۰سلنه کم شوي دي.

د هرات د ګمرک رئیس عبدالصمد ستانکزی وايي، د پراخ فساد او د هرات له ښاره د اسلام کلا بندر ته د ګمرک بې وخته لېږد د دې لامل شوی، چې سږکال د ګمرک په عواید کې ۳۰سلنه کموالی راشي.

دی وايي، کله چې ګمرک اسلام کلا ته ولېږدول شو، کسر رامنځته شو او عواید یې هم کم شول.

د ستانکزي په خبره، پروسږکال د هرات د ګمرک عواید ۲۱میلیارده افغانۍ و؛ خو سږکال مالي کال ته یوازې یوه میاشت پاتې ده او عواید یې هم ۱۶میلیارده افغانۍ دي، چې د تېر کال په پرتله ۵میلیارده کم عواید ښيي.

د ده په خبره، اداري فساد، له ایران نه د وارداتو کموالی او اسلام کلا ته د ګمرک لېږد هغه لاملونه دي، چې د ګمرک عواید یې کم کړي دي. «کره معلومات لرم چې د جنس بدلون په پراخه کچه ترسره کېږي، حتا داسې توکي وو چې په موټر کې یو جنس بار و – چې محصول یې څه باندې دوه سوه زره او درې سوه زره افغانۍ باید وای، خو د سمنټو په اموالو محصول شوي چې درې زره افغانۍ یې محصول اخیستی دی.»

د هرات ګمرک اته میاشتې وړاندې د هرات له ښار نه د اسلام کلا بندر ته ولېږدول شو، چې ورسره یې په عوایدو هم منفي اغېز کړی دی.

دوه اوونۍ وړاندې د مشرانو جرګې داسې اسناد رسنیو ته وښودل، چې د ګمرکو ځینې رئیسان د زرګونه ډالرو په بدل کې مقرر شوي دي.

د افغان حکومت پر وړاندې اداري فساد هغه ننګونه ده، چې تراوسه حل شوې نه ده، بلکې هر کال په افغانستان کې اداري فساد نور هم ډېرېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close