ننګرهار: د کامې په هره ګاڼۍ هره ورځ ۶۰منه ګوړه تولیدېږي

عزم (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د ننګرهار د کامې ولسوالۍ ګاڼیو کې د ګوړې جوړولو چارې بیا پیل شوي، چې هره ورځ په هره ګاڼۍ کې ۶۰منه ګوړه تولیدېږي.

د ننګرهار د کرنې رئیس سميع الله نصرت وايي، چې په دې ولايت کې اوولس سوه هکتاره ځمکه کې ګني کرل کېږي، چې هر کال پنځه نوي ټنه حاصلات لري.

نوموړي ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د ګنيو کروندګرو او د ګاڼيو مسوولينو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

د ګوړې د تولیدولو مسوولین وايي، د کامې په ګاڼیو کې تولیدونکې ګوړه اصلي ده او په دغه ګوړه کې نور توکي نه یو ځای کوي.

د يوې ګاڼۍ مسوول صابر وايي، چې په خپله يې په درېڅلوېښت جريبه ځمکه کې ګني کرلي او له نورو بزګرانو هم ګني اخلي او په ګاڼۍ کې ترې ګوړه توليدوي.

نوموړي پر حکومت غږ وکړ، چې ګاڼيو مالکانو او بزګرانو سره مرسته وکړي، ترڅو په دې ولايت کې د ګوړې توليد ته لا ښه زمينه برابره شي.

په ورته وخت کې يو شمېر بزګرانو د کرنې له رياست څخه دوی ته د جنراتور، تراکتور او نورو وسايلو مرستې غوښتنه وکړه، چې د ګنيو په کرکيلې او ګوړې توليد کې ور سره مرسته کوي.

د ننګرهار په کامه کې ډېر ګني کرل کېږي، چې هر کال ترې ټنونه ګوړه جوړوي او د ننګرهار سربېره یې نورو ولایتونو ته هم لېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close