د احد په غزا کې ۵۰ درسونه(۳۱ برخه)

عبدالله عزام

۳۹: د خپلو رسولانو په اړه د الله تعالی قانون
د رسولانو په اړه د الله تعالی طریقه داده چې هغوی ازمویل کیږي خو آخر کار غوره انجام همدوی لره وي. د هغوی او دښمنانو تر منځ یې خونړۍ جګړې رامنځته کیږي خو هر ځل هغوی ته برلاسی نه ور په برخه کیږي، ځکه چې که هر ځل فتحه د مسلمانانو وي، نو هر هغه څوک به په دین کې داخل شي څوک چې یې اهل نه وي او نه به هم مسلمان مؤمن له منافق څخه بیل شوی وای. الله تعالی فرمایي:
أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لاَ يُفْتَنُونَ ، وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ[العنکبوت:۳،۲] ژباړه:آیا خلګو داسي ګڼلې ده چې هغوی به یوازي په همدومره ویلو پرېښودل شي چې مونږ ایمان راوړ او هغوی به ونه ازمویل شي؟! په داسي حال کې چې مونږ هغه ټول خلګ ازمویلي دي چې له دوی نه مخکي تیر شوي دي، الله خو به هرومرو دا ګوري چې ریښتیني څوک دي او دروغجن څوک؟
الله تعالی په دې ډول مؤمن له منافق څخه بیلوي، که چیري مسئله یوازي د مرستي، سلامتیا او نعمت وای، نو هر هغه څوک به په دین کې داخلېدلای چې هغه له دیندارانو څخه نه ؤ، خو د الله تعالی تګلاره داسي ده چې خپل پیغمبر صلی الله تعالی علیه وسلم ته یې کله بری ورپه برخه کړ او کله یې بیا وازمویه. او نه هم داسي وشول چې تل یې ماته ورکړه، ځکه چې په داسي کولو سره به بیا رسالت نه وای پوره شوی او نه به هم الله تعالی مؤمنان له تیارو څخه د رڼا لور ته ایستلي وای او نه به د رسالت هدف او مقصد پوره شوی وای. داسي وشو چې کله الله تعالی غلبه ورنصیب کړه او کله یې بیا په ظاهره مغلوب کړل، تر څو الله تعالی طیب له خبیث څخه جلا کړي خو عاقبت او نیک انجام رسول صلی الله علیه وسلم، مؤمنانو او متقیانو لره ؤ، اسلام بری وموند، د اسلام شان په هر ځای کې هسک شو او د حق غږ ټیټ او پست پاتي شو، حق راغی او باطل له منځه لاړ او باطل له منځه تلونکی دی.
۴۱: د مرستي په ځنډېدلو کې عبرت وي
په ځینو ځایونو کې د مرستي په ځنډېدلو کې عبرت، او د نفس شوکت او د هغه شوخي ماتول وي، ځکه چې پر نفس که تل د نعمتونو لورینه کیږي، نو نفس سرکښ او متکبر کیږي مګر هغه چې الله تعالی پرې رحم وکړ. که چیري رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په هره جګړه کې بری ورکول شوی وای او په هر ډګر کې هغه صلی الله علیه وسلم او صحابه رضي الله تعالی عنهم یې برلاسي شوي وای، نو ځیني صحابه ښایي په ویاړېدنه کې مبتلا شوي وای، خو د الله تعالی خوښه وه چې هغوی د جګړو په ډګرونو کې تربیه کړي، کله بری ورنصیب کړي او کله یې بیا د ماتي سره همکنار کړي، خو آخري فتح، کامیابي او کامراني د اسلام په برخه ده. همدا بیلګه د حنین په غزا کې ولیدل شوه چې ځینو صحابه کرامو وویل:
«نن به مونږ د شمیر د لږوالي له امله بیخي مغلوب نه شو»
خو د جګړې په لومړیو کې یې ماته وخوړل، او له معمولي تنبیه وروسته بیا الله تعالی بری ورپه برخه کړ. همدراز د هر انسان حالت دی چې کله تل سالم او روغ پاتي شي او په هیڅ مرض کې مبتلا نشي، نو انسان په لویي او تکبر کې مبتلا شي. خو الله تعالی د نفسونو په حالت او دزړونو په رازونو ښه خبر دی او په حکمت سره د هغو تداوي کوي.
ښايي په ازموینه کې دي غوري پایلي نغښتي وي او ډېر بدنونه په ناروغیو اصلاح کیږي.
دوام لري…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close