ټیفا: د ټاکنو کمیسیون لخوا د بیا ځلي رای شمیرنې بهیر کاملاً بې اساسه دی

عزم(یکشنبه، لړم ۱۹ ،۱۳۹۸)پر ټاکنو د څار بنسټ”ټیفا”وایي د ټاکنو کمیسیون لخوا د ۸ زرو محلونو د رای شمیرنې دوهم ځلي بهیر ددغه کمیسیون له قانون سره په کامل ټکر کې دی او باید لغوه شي.
ټیفا په یوه اعلامیه کې ویلي هر هغو رایو ته چې بایومتریکی مالومات ونه لري او یا هم د تلې په شپږمه نیټه د ( سهار له ۷:۰۰ د مازدیګر تر ۵:۰۰ ) وړاندې یا وروسته کارول شوې وي؛ اعتبار ورکول په لوی لاس د دې پروسې بحراني کول دي.
ټیفا ویلي د ټاکنو کمیسیون دې د وضعیت له بحراني کولو ډډه وکړي او لومړی دې دا ډول غیرقانوني رایې له لیست څخه وباسي

سرچینې وایی، دغه ډول رایی چې شمیر یې نږدې ۳۰۰ زرو ته رسیږي، د دولت جوړونکي ټیم اړوند دي چې کمیسیون یې د فشارونو له امله نه چاڼ کوي.
ټیفا دغه راز ویلي چې وضعیت ته په کتو سره ډیره ممکنه ده چې د ټاکنو روان بهیر یوځل بیا خونړی او د ۲۰۱۴ کال په څیر برخلیک خپل کړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close