د امریکا ۱۵۰ تنه نور سمندري ځواکونه هم له افغانستان څخه ووتل

عزم(یکشنبه، لړم ۱۹ ،۱۳۹۸امریکایی رسنۍ خبر ورکوی چې په افغانستان کې میشت ۱۵۰ تنه سمندري ځواکونه د خپل پوځي ماموریت تر بشپړیدو وروسته له دغه هیواده وتلي دي.

د «ان بی‌سی کنټیکټ» په نامه یوې امریکایی رسنۍ خبر ورکړی، دغه ټولی عسکر تر اوو میاشتني پوځي ماموریت وروسته افغانستان پریږدي او خپلو کورونو ته ستنیږي.
سرچینې نه دي ویلی چې دا عسکر د افغانستان له کومې سیمې وتلي او دا چې دا عسکر په یومخیزه توګه تللي، که به یې پر ځای نور عساکر زیات شي.

د یادونې وړ ده چې د امریکایی ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر تیره میاشت په ډاګه کړه چې تیر کال یې په مخفیانه توګه تر ۲ زرو ډیر امریکایي عسکر له افغانستان څخه ایستلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close